لیــکنه: تـقــویم الحـق ” خـادم “
بیت الخـلاء چی نن سـبا په جـدید اصطـلاح کی ورتـه لیـټرین ویـل ګیږي، د خبـیث او شرارتی پیریـانو د استـوګني ځـای دی، ځکـه چی جنّات او پیــریان په ګنـده او خیرون ځـایونو کی استــوګنه ډیره خـوښوې.
همــدا وجـه وه چـی مخـکنیـو خلکـو به بیـت الــخلاء په کور کـی دننــه نه جـوړولئ، بـلکی د خپل حاجـت پوره کولو لپـاره به د خپـلو کورونو او أبـادۍ څخه لري،غیـر آباد ځـایونو ته تلل.
لکــه څرنګه چی د خوږ نبـی ” صلی الله علیه وسلم ” په اړه راځی:
( اذا ذَهَبَ اْلمذهَبَ أَبعَدَ) الحـدیث.
ژباړه: کلــه به هم نبی ” صلی الله علیه وسلم حاجت پوره کولو لپاره تللو، نـو ډیر لري به تللو.
بــیا د وخت بـدلیدلـو سره سـره خلک هم بـدل شول او د سهولـیاتو او آسانیو عـادي شول، چی ډیرو خلکو بیت الخــلاء د کورونو سره څنګ پر څنګ د جـوړولــو رواج جوړ او جـاری کړ، اوس موږ او تاسی په یوه داسی دور کـی د خپـل ژوند ورځې شپي ســبا کوو چـی د ژوند سهــولیاتو کچه مو تر دې ځایه را ورسیده چی بیت الخــلاوي مو د کور ته رادننــه کړلي، تـردې چی د خـونو سره متصـل او پیـوسـته بیت الخــلاوي چی په نوي اصطلاح کی ورته ” ټچ باتھ روم ” ویل کیږي، د هر کور د ضروریاتــو څخه ګنـل کیږي.
چی د دغه “ټچ باتھ روم ” د سهـولت سره سـره، خبیث او شـرارتی جنـَاتو ته په کور دننه د استوګني زمیـنه برابره شوه، کوم چی د دوی د خوښي وړ ځآی دی.
د هـمدی له امــله موږ او تاسی ګورو چی نن سبـا په کورونو کی مختلفي نـاروغۍ او غمونه پریشانۍ او جنګ جګړۍ … څومره اوج ته رسـیدلی دی.
عــــــــــلاج:
اوس خو چونکی بیت الـخلاوي د کورونو څخه ویستل او بهر خپل ضرورت پوره کول ممکــن نه دی، نـو راځئ چی د ستــرلارښود ” صلی الله علیه وسلم ” په لارښونو عمل کـولو سره د دغه خبیث او شرارتی جنّاتو څخه په امن شو او هم د مختلفو ناروغیو او پریشانیو څخه نجات ومومو.
لارښـــوني:
1⃣ کــور ته د داخلـیدو په وخت کی دا دعا لوستل ( اللهم انی أساءلک خیرَ المولج وَ خیْرَالمْخرَجِ بسم الله وَلْجنَا وَبِسم اللهِ خَرجْنا وَعلی اللهِ ربنا توکلـنا).
2⃣ د کورنۍ له غړیو سره د ملاقات پر وخـت د( السـلام علیکم …) ویـلو عادت جوړول.
3⃣ د کورنۍ ټولو افرادو ته، زاړه وی که واړه، د بیـت الخـلاء ته د ننوتلو او راوتـلو پر وخت د مسنون دعاګانو یادول، او پر هغي د عمل کولو اهتمام، خپل عادت ګرځول .
☑ بیــت الخــلاء ته د ننوتلو او راوتلو طریقـه:
بیت الخــلاء ته د ننوتلو په وخت کی به اول چپـه پښه دننه کړئ بیا به ښئ پښه دننه کړي، او چی کلــه راوځی، اول به ښئ پښه بهر کړي، بیا چپــه پښه.
بیت الـخلاء ته د ننوتلو پر وخت دعا:
” اَللّهٌمَّ إنيْ أعٌوذبِکَ مِنَ الْخٌبٌثِ والْخبآئِثِ ” ( بخاری، مسلم)
بیت الخــلاء څخه د وتلو پر وخت دعا:
” غٌفْرَا نَــکَ ” ( ترمذی،ابوداود، ابن ماجه.
توصـــیه:
کوم خلک چی په خپـلو کورنیو کی د مختلفه نارغیو، رنګارنګ پريشانیو،جنګ جګړو سره لاس او ګریوان وی، د دغه اعمـالو پابندۍ وکړي، څو ورځو کی به حیرت انګیز نتائج تر لاسه کړي. ان شاءالله


















