‹‹اور او غوسه د سپینې ماڼۍ دننه›› کتاب د افغانستان په اړوند څه افشا کړي؟
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۸ فرید افغان)
د اور او غوسې جنجالي کتاب چې د سپینې ماڼۍ دننه جزیات او رازونه یې افشا کړي، افغانستان هم نه دی هیر کړی او د دې هیواد په باره کې یې د امریکایي مشرانو پالیسي جوړولو ته پام کړی دی.
په دې کتاب کې که څه هم هند او پاکستان نه دي یاد شوي خو د افغانستان په اړوند جزیات یې دپالیسي جوړولو پرمهال چې ټرمپ ټول عقلي توازن له لاسه ورکړی و، را اخیستي.
د تسنیم خبري اژانس د ‹‹اور اوغوسې›› د کتاب په استناد چې هغه د امریکا دپالیسي جوړونکي سیاسي څیرې
«استیو بنن» له قوله په دې تړاو لیکلي؛ کله چې ټرمپ د امریکا د ملي امنیت د لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان په باره کې خبرې پیل کړې، هغوی ورته د سرتیرو له ډیرولو پرته کومه مشوره ورنه کړه .
د لیکوال په خبره؛ جنرالان نه پوهیدل ټرمپ څنګه قانع کړي، له هریوه سره دا غم و، چې هسې نه خپله رتبه له لاسه ورکړي ځکه ټرمپ یې په ډیره غوسه په مخ کې ولاړ و.
ټرمپ وویل؛ له یوه پلوه موږ په افغانستان کې د ماتې په حال کې یو او له بل لوري تاسو کومه مناسبه مشوره نه لرئ
.
کتاب مخته لیکي؛ جنرالان نه پوهیدل څه ووایي او له ټرمپ سره یې دوه ساعتیزه جلسه په داسې حال کې پای ته ورسوله چې نوموړی د افغانستان په حالاتو سخت غوسه و.
کتاب وایي؛ ټرمپ دومره وارخطاو، چې آن یوځل یې وړاندیز وکړ چې په افغانستان کې ټول میشت امریکایی جنرالان دې له دې هیواد نه را وایستل شي.
نوموړی نه پوهیده چې ولې یې د افغانستان پر وړاندې پالیسي جوړونې دومره وخت وایسته او ولې یوه کامیابه پالیسي نه شي جوړولی.
کتاب مخته لیکي؛ بالاخره ټرمپ دجولای په ۱۹ په متزلزل حالت کې پریکړه وکړه چې که موږ په افغانستان کې پر دایمي حضور مجبور یو، نو ولې له افغانستان څخه پیسې نه غواړو.
موږ باید خپل اقتصادي کندو له افغانستان څخه ډک کړو ځکه له چین څخه خو کم نه یو باید خپل لګښتونه د افغانستان له خوندي زیرمو او کانونو له استخراج نه پوره کړو.
دا کتاب داسې مهال په افغانستان کې د امریکا د اقتصادي ګټو راز افشا کوي چې ټرمپ په خپل لومړني ټیلفوني تماس کې اشرف غني ته ویلي و، چې د خپلو نظامیانو لګښت به د افغانستان له کانونو پوره کوي او هغه هم ورسره منلې وه.
نوموړي همداراز یې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په څنډه کې هم له غني سره په دې تړاو خبرې کړې وي.
د یادونې وړ ده چې دې جنجالي کتاب د سپینې ماڼۍ دننه ډیری تیر شوي رازونه افشا شوي چې په سعودي کې د تحولاتو، د قدس پر موضوع او همداراز د افغانستان پر وړاندې نور ورته رازونه چې لا هم نه دي رسنیز شوي


















