خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

اراده:

د يوې ژورې توطيې بېلابېلې كړۍ!

شناند:

لکه ملي وحدت حکومت او بیلابیل باداران یې

اصلاح:

    آیا په ریښتیا د قانون حاکمیت دی؟

شناند:

هو! خو د وحشي قانون حاکمیت

    ویسا:

د ټرمپ څرګندونو ته برګ اتڼ د څه لپاره؟

شناند:

د ډالرو د شیندل کیدو په تمه

افغانستان:

    استخباراتي جګړې په فتواوو نشي مهارېداى

شناند:

هو! چې د ټوپک ژبه ورسره نه وي

ارمان:

    د وحشتونو د تكرار بل كال هم تېر شو

شناند:

بل به هم تیر شي، او تر هغې به تیریږي چې دې ملت په رښتینې خدای ته توبه نه وي ویستلي او خپل رب ته یې رجوع نه وي کړي

عبدالکریم خُرم:

    علامه محمود طرزى ماته وطنپال او استعمار ضد شخصيت دى

شناند:

خو متاسفانه ستا رهبر (حکمتیار) نن ملت ته وطن فروش او استعمار ته تسلیم شوی شخصیت ثابت شو

پر انتخاباتو څارونکي بنسټونه:

    د انتخاباتو کمېسیون د یوه کمېشنر د ټاکلو لپاره د غوراوي کمېټې ایجاد تشریفاتي بڼه لري

شناند:

آن انتخابات پخپله هم تشریفاتي بڼه لري، نور چې د جان کیري څنګه خوښه وي همغسې به کیږي

مشرانو جرگه:

حکومت باید جلو اعزام مهاجرین افغان به جنگ سوریه را بگیرد

مبصر:

حکومت جلو کدام فجایع را ګرفته توانسته است تا جلو این فاجعه را بګیرد؟

راستانه شوي کډوال:

په بلوچستان کې پاکستاني ځواکونو پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي

شناند:

وایي: زور مې په تا نه رسي مړ به دې پلار کړم، د پاکستان پر ټرمپ او د افغانستان پر حکومت زور نه رسي نو ځوروي غریب او بیچاره مهاجرین

    پنتاگون:

در جنگ افغانستان2263 نظامی امریکایی کشته شده اند

مبصر:

حالا پنتاګون درک کرده باشد که مشت ملت افغان فولادین است

ویسا:

    “زور مې پر تا نه رسي، مړ به دې ابا كړم”

شناند:

نو ځکه پاکستان د ټرمپ زور له افغان مهاجرینو باسي

اراده:

    د زور اوبه په بره خيژي!

شناند:

بلکل، خو چې زر او تزویر ورسره شي نو بیا یې ګوره

۸صبح:

ضرورت بازنگری در نحوۀ اجراآت سازمان ملل

مبصر:

کاش عقل آخر سازمان ملل در اول میبود

اصلاح:

    ايا د پاكستان په باب د امريكا سياست بدل شوى؟

شناند:

څو چې دا ځمکه آسمان وي پاکستان به امریکا او امریکا به پاکستان وي

    ځايي چارواکي:

د انتخاباتو کمېسیون په قصدي توګه په ننګرهار کې د رایې ورکولو مرکزونه کم کړي

شناند:

چې غله له نورو غلو ګیلي کوي نو دې کې به څوک څه ووایی؟

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button