نبوي سيرت

(برخه: څلورمه) ليکنه : مفتي محمدالياس « فاتح »
بختور پېداېښت
پوښتنه: د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د بختورې زوکړې کومه نېټه وه؟
ځواب: د ربيع الاول دولسمه (يا۹مه) نېټه ، د دوشنبې ورځ ، د سهار مهال څلور بجې اوشل دقېقې يعنې تر سپېده چاود وروسته او ترلمر ختلو وړاندې د الله تعالی د رحمت او نبوت لمر، پرکاېناتو راوخوت .
پوښتنه: د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم نېکمرغه مېلاد، دعيسوي تاريخ په حساب له کومې نېټې سره سمون خوري؟
ځواب: د ۵۷۱ع کال داپرېل مياشتې له شلمې نېټې سره .
پوښتنه : د رسولانو خاتم او د نبيانو امام ، صلی الله عليه وسلم په کوم ځای کې نړۍ ته مبارکې سترګې خلاصې کړې ؟
ځواب: د بشريت سترلارښوود حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د مکې په مبارک ښار کې د بيت الله شريفې په شمال کې له کعبې څخه تقريبا دوه زره قدمونه لرې ، د ابوطالب په کورکې نړۍ ته راغی او ټول عالم پرې منورشو.
پوښتنه : پېغمبر صلی الله عليه وسلم د کال په کوم موسم کې پېداشو؟
ځواب: د پسرلي په موسم کې.
پوښتنه : د نبي اکرم صلی الله عليه وسلم د زېږېدنې پرمهال کوم ارهاصات او کرامت څرګندشوي وو؟
ځواب: د ده مبارک د سپېڅلي پېدايښت پرمهال ډېرارهاصات(دعادت خلاف پېښې چې ترنبوت وړاندې د پېغمبر په لاس څرګندېږي) رامنځته شوي، چې ځينې يې په لاندې ډول يادوو:
۱ـ د زېږېدنې سره سم يې د خپل ښي لاس مسبحه ګوته په خپله خوله کې د ننه کړه او رودله يې.
بې بي آمنې وايي، چې خپله غټه ګوته يې رودله او له هغې څخه يې په خوله کې شېدې توئېدلې.
۲ـ له بې بي آمنې څخه د ولادت پرمهال هغې وليدل چې يو نور ورڅخه بهر شو چې د شام قصرونه يې روښانه کړل.
۳ـ چې پيداشو نو د هغه مبارک نوم غوڅ کړی شوی و.
۴- هغه مبارک چې وزېږېده نوسنت کړی شوی و او د هغه غورت (شرم ځای) هېچا ونه ليده.
۵ـ د نبي پېغمبرعليه السلام د پيدايښت په شپه د فارس(اوسني ايران) د مجوسي امپراتور پر کسری باندې سخته زلزه راغله او څوارلس کوټې يې ونړېدې او چتونه يې راپرېوتل.
۶ـ د نبي اکرم صلی الله عليه وسلم د زوکړې په شپه ، د مجوسي امپراتورۍ ترټولو ستره اتش کده (نوبهار بلخ) چې د مزارشريف د بلخ په سېمه کې وه او ۱۰۰۰زرکاله اور پکې بليده چې په لسو پېړيو کې يې اور نه و مړ شوی ، ناڅاپي اور پکې مړ شو .
۷ـ په همدغه شپه د فارس د ساوه سمندر( دايران او همدان ترمنځ بهېده) وچ شو او څاکی اوبه پکې پاتې نشوې.
۸ـ د رسول الله صلی الله عليه وسلم له پېدايښت سره سم دهغه د دواړو وليو(اوږو) ترمنځ د کوترې د هګۍ هومره مهر لګيدلی و، چې څو وېښتان پرې زرغونه وو.
۹ـ په حجاز کې په همدغه کال سخته وچکالي وه ، د پېغمبرعليه السلام په پېدايش سره ختمه شوه ؛ بارانونه شروع شول ، وچې دښتې زرغونې شوې او دا کال د تازګۍ اوخوشالۍ کال ونومول شو.
پوښتنه: د نبي کريم صلی الله عليه وسلم خپل نوم څه و؟ او چا پرې اېښی و؟
ځواب: محمد، احمد. د محمد نوم پرې خپل نيکه عبدالمطلب او د احمد نوم خپلې مور بې بي امنې اېښی و.
پوښتنه: هغوی دا نومونه دڅه له امله ورته انتخاب کړي وو؟
ځواب: عبدالمطلب د خپل لمسي ټولو کمالاتو او کراماتو ته په پام سره ، پوهېدلی و چې دا ماشوم خورا زيات نېکمرغه دی او په ټوله اولاده کې يې داسې ماشوم نه وه راغلی او په هر ځای کې به يې ستاينې کېږي؛ ځکه يې ورته نوم محمد (ستايلی شوی) کېښود. چې دا نوم له دې وړاهندې د دوی په کورنۍ او قبېلو کې نه و اېښودل شوی.
او بې بي امنې ته په خوب کې ملايکو زيری ورکړی و ، چې الله جل جلاله به تاته زوی درکړي او داحمد نوم ورباندې کېږده . او په انجيل کې هم الله پرې همدغه نوم ايښی و.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
سرچېنې:
دلايل النبوت – بيهقي
سيرة النبي – شبلي نعماني
الرحيق المختوم
مفردات امام راغب
معجم الوسيط
رحمة للعالمين
البدايه والنهايه
العلل المتناهيه – ابن جوزي
دلايل النبوت – ابونعيم اصفهاني
الوفاء باحوال المصطفی
او بېلابېل کتابونه



