اشرف غني: که د امریکا ملاتړ نه وي، افغان پوځ ۶ میاشتې هم مقاومت نه شي کولای

ولسمشر اشرف غني د امریکا له CBS News ټلوېزني چېنل سره په مرکه کې ویلي چې خپلې ټولې هیلې یې د امریکا تر مالي ملاتړ پورې تړلې دي؛ که د هغوی مرسته نه وي اداره او پوځ یې تر نیم کال پورې له منځه ځي.

غني د خبریال د دې خبرېپه ځواب کې چې ”ویل کېږي، که امریکا له افغانستانه ووته، ستاسو حکومت به په ۳ ورځو کې ړنګ شي،“ وویل، ”هو، دا خبره سمه ده. ځکه موږ مالي سرچینې نه لرو او د امریکا له مرستو پرته مو اردو پوره ۶ میاشتې هم دوام نه شي کولای“.

غني زیاته کړه چې حکومت یې یواځې مالي مرستو ته تږی دی او په وینا یې چې د جنګ په مخته وړلو کې د بل هېواد مرستو ته اړتیا نه لري.

غني همداراز وویل، که په هېواد کې ثبات او امنیت رانشي، ښایي دا جګړه تر څو نسلونو دوام وکړي.

kabul-11.jpg

غني اعتراف کړی چې د افغانستان جګړه ورځ تر بلې سخت پړاو ته داخلېږي او هره ورځ لسګونه افغان سرتېري په جګړو کې وژل کېږي.

غني داسې مهال دا ناهیلي ښکاره کوي چې د مالیې وزیر څو ورځې وړاندې ویلي و چې امریکا تر ۲۰۲۰ کال وروسته پیسې نه ورکوي.

غني تر دې وړاندې ویلي و چې دوی په افغانستان کې د امریکا دګټو د تحفظ لپاره ګمارل شوي عسکر دي او د نړیوالو د امنیت لپاره روانه جګړه مخته وړي.

باید وویل شي چې امریکا افغان پوځ ته په کلنۍ توګه ۴ میلیارد ډالر ورکوي چې د پوځ ۹۰ سلنه لګښتونه جوړوي.

د یادونې وړ ده چې امریکایي ولسمشر ویلي چې تر دې وروسته به د افغان جګړې لګښتونه د افغانستان له زېرمو پوره کوي او په همدې توګه به خپل مخ پر زوړ اقتصاد هم ورغوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button