په نرمه بستره خوب ګټه لري که تاوان

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۵) روغتيايي مسئولين وايي، نرمه بستره د بندونو د درد باعث ګرځي، ځکه چې د بندونو غړي ورسره سستيږي.
دوی زياتوي، که چيرې مسلسل نرمه بستره استعمال شي نو دغه دردونه به نور هم زيات شي.
د دوی په وينا، د نرمې بسترې زيات استعمال په ګُردو باندې بد اثر کوي آن تر دې چې د ګردو په پيپونو کې خطرناک چرک (زوه)پيدا هم ترې پيدا کېدلی شي.
يوې نوې څېړنې ښودلې ، چې د نرمې بسترې په پرېښودلو سره د ګوردو د ناروغۍ مخنيوی کېږي.
نرمه بستره د ملا د هډوکو په منځ کې فاصلې کموي، چې انسان ورسره د ملادرد، د هډو درد او نورې ډول ډول ناروغيو باندې مبتلا کيدلی شي.
روغتيايي مسئولين وايي، هغه څوک چې د نرمې بسترې زيات استعمال پرېږدي نو له يادو ناروغيو څخه به په امن کې پاتې وي.
د دوی په خبره، د ماشومانو هډوکي نرم وي که چيرې نرمه بستره استعمال کړي نو هډوکي يې کږېږي چې د معيوبۍ سبب ګرځې.
حضرت عايشه رضی الله عنها فرمايي، چې رسول صلی الله عليه وسلم د اوده کېدلو او ارام په وخت کې پوستکې استعمالوه چې د هغې په سر باندې به يې د کجورو د پاڼو څخه جوړ پوزی غوړولی و. شمائیل ترمذي



