کونړ: د افغان او پاکستاني عسکرو د احتمالي نښتو له ویرې سلګونو کورنیو خپل کورونه پریښي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۶ فرید افغان)
پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار د تاوولو لړۍ د کونړ ولایت ته رسیدلې او د دې ولایت سرحدي ځواکونه وایي چې پاکستاني چارواکي د افغانستان په خاوره کې د سیم تیرولو تابیا لري، خو وایي چې د مخنیوي لپاره یې اړین تدابیر نیولي دي
د دواړو لوریو داحتمالي نښتو له ویرې پر ډیورندکرښه پرتې سلګونه کورنۍ د کونړ مرکز اسعدآباد او ځینو نورو سیمو ته تللې دي.
د کنړ د امنیې قوماندان جمعه ګل همت رسنیو ته منلې چې پر سرحدي سیمو کې پرتې کورنۍ د احتمالي جنګ له ویرې تښتیدلي، خو هغوی ته د سرپناه د برابرولو په اړوند یې له څه ویلو ډډه وکړه.
همت وویل چې، خپل سنګرونه او مورچې یې په توپچي وسایلو سنبال کړې او که پاکستانیان یې خاورې ته رادننه شول بریدونه به پرې وکړي.
د کونړ د ولایتي شورا غړی حاجی شیر زمین بیا وایي چې دناړۍ له ولسوالۍ څخه ۹۰ سلنه خلک وتلي او نور به هم په څو ورځو کې ووځي.
بل پلو د دې ولایت والي عبدالغنی مصمم ویلي چې سیمیزې ادارې د کډوالو موضوع وارخطا کړي او د دې موضوع په اړه یې له مرکزي حکومت سره تماس نیولی دی.
د پاکستان پوځ د دوکلام او ارندو ترمنځ د اغزن تار غځول او دروازې لګول غواړي، همدغه کار افغان حکومت او خلک دواړه پارولي دي.



