اسرایلي عسکرو د اقصا جومات پر بیا رغونه بندیز ولګاوو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۷ فرید افغان)

تیره ورځ نا وخته د اسرایلي ځواکونو یو لوړ پوړي افسر د اوقافو ادارې ته خبر ورکړی چې هرڅومره ژر دې د مسجد او نورو مقدسو ځایونو د ترمیمولو چارې ودروي کنه نو وبه نیول شي.
فلسطیني اژانسونه وایي چې یاد اسرایلي افسر د د رغنيزو پروژو مرستیال انجنير طه عویضه ته ویلي چې د اقصا په ګډون دې په ټولو مقدسو ځایونو کې رغنیزې چارې ودروي.
دا په داسې حال کې ده چې له تیرو څو ورځو راهیسې د اسرایلي ځواکونو له خوا د اقصا په ګډون ټولو مقدسو ځایونو ته د رغنیزو چارو لپاره اړین توکي نه ور پریښودل کیږي.

د یادونې وړ ده چې څو اونۍ وړاندې اسرایلو خبر ورکړ ی و، چې د اقصا دجومات سره نږدې یې د یهودو یو عبادت ځای هم رغولی چې له تیرو څو کلونو راپدې خوا ورباندې کار روان و او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button