ننګرهار: که ستونزې حل نه شي ډیری تولیدي فابریکې به وتړل شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۷ فرید افغان)
د ننګرهار د سوداګري او صنایع خونه وایي چې که دولت یې ستونزې حل نه کړي په دې ولایت کې به ګڼې فابریکې سقوط وکړي.
.ګد ننګرهار د تجارت خونې رئیس شیرعالم کاموال په یوه خبري ناسته کې وویل؛ همدا اوس ۲۷۳ فابریکې په دې ولایت کې فعالیت کوي چې د نا امني او بریښنا له سختو ستونزو سره لاس اوګریوان دي
نوموړي وویل چې، د ننګرهار ولایت ۳ صنعتي پارکونه لري چې کولی شي تر ۱۲۰۰ ډیرې فابریکې پر یوه وخت پکې کار وکړای شي.
د کاموال په خبره، د شیخ مصري په صنعتي پارک کې اوسمهال یواځې ۶۰ کارخانې فعالیت لري او نورو دوو پارکونو څه موده وړاندې خپل فعالیت درولی و.
کاموال زیاته کړه چې که د بریښنا او نا امنیو ستونزې یې حل نه شي، شته فابریکې به هم خپل فعالیت محدود کړي.
د ننګرهار دوالي ویاند عطاؤالله خوږیاڼی بیا وایی چې ځایي اداره تصمیم لري ترڅو مشکلاتو ته رسیدګي وکړي
د سوداګرۍ خونې چارواکو وویل، چې سږکال یې هم یو شمیر فابریکو ته جوازونه اوځمکې ورکړې خو لا یې هم د یادو ستونزو له امله فعالیتونه ندي پیل کړي.
د یادونې وړ ده چې د دې ولایت خلک د سیمیز پولیسو څخه سرټکوي چې په وینا یې د غلو او جنایتکارو ډلو سره یو لاس دي او په ټولو جنایي کړنو کې ښکیل دي.
په همدې تړاو څه موده وړاندې هم یو شمیر سیمیزمخور کابل ته د اعتراض په موخه راغلي و، او له دولتي چارواکو یې دیادې ستونزې حل غوښته.
بل پلو د کورنیو چارو وزیر اویس برمک تیره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ومنله چې په پولیسو کې د جنایتکارو ډلو پراخ نفوذ شته خو وایي چې پرضد به یې اړین ګامونه واخلي



