شهلا حق د انتخاباتو کمېسيون د دارلانشا سرپرسته ټاکل شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۷) د ولسمشر غني په فرمان د امام احمد وريماچ پر ځای شهلا حق د انتخاباتو کمېسيون د دارالانشاء د سرپرستې په توګه ټاکل شوې ده.

تر دې مخکې د انتخاباتو کمېسيون ولسمشر ته وړانديز کړی و، چې راتلونکو ټاکنو ته د چمتووالي او د وخت د کمبود له کبله يې وريماج له دندې ګوښه او د نوري رييس تر ټاکل کېدو پورې دې شهلاحق سرپرسته وټاکل شي.

د دغې کمېسيون يوه غړي رفيع الله بيدار ويلي، ولسمشر د ټاکنو کمېسيون له وړانديز سره موافقه کړې د هغې د ټاکل کېدو په اړه يې رسمي مکتوب ترلاسه کړی او تر هغې چې د دارالانشاء لپاره رييس ټاکل کېږي شهلا حق به د سرپرستي په توګه کار کوي.

د ۲۰۱۷م په اکتوبر مياشت کې رسنيو راپور ورکړ، چې ولسمشر په شفاهي ډول له دې کبله د دارالانشامشر امام احمد وريماج له دندې ګوښه کړ چې په کار کې يې کمزورتيا او د خپلواکۍ په نه لرلو تورن شوی و.

د شنونکو په باور د ګډ حکومت له پيل راهيسې يواځې د دغه کمېسيون په افرادو کې بدلون راغلی او د کمېسيون داخلي کې بې نظمي زياته ده او که د انتخاباتو روان جنجالي وضعيت همداسې دوام وکړي ښايي راتلونکې ټاکنې له درغليو ډکې وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button