کرکټ: د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې سريلانکا ته ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۷) د افغانستان کرکټ نولس کلنې لوبډلې د نولس کلنو نړيوال جام په سياليو کې سريلانکا ته ماتې ورکړه.
دغه پنځوس اوريزه لوبه چې د افغانستان او سريلانکا نولس کلنو لوبډلو تر منځ پرون په نيوزيلنډ کې پيل شوې وه نن سهار د افغانستان په بريا پای ته ورسېده.
د لوبې پچه سريلانکا وګټله خو افغانستان ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
لوبه د باران له کبله وځنډېده خو د ( DL/ method)تګلارې له مخې لوبه ۳۸ اورونو ته راکمه شوه، افغان نولس کلنو لوبډلې په اته دېرش اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۴ منډې جوړې کړې او سريلانکا ته يې د ۲۸۵ منډو هدف وټاکه.
د سريلانکا نولس کلنو لوبډلې په ۳۷،۳ اورونو کې ۲۰۲ منډې وکړې او ټول لوبغاړي يې له لاسه ورکړل او دغه لوبه افغانستان د ۳۲ منډو په توپير له سريلانکا وګټله.
په افغان لوبغاړو کې تر ټولو ښه توپ وهنه ابراهيم ځدران وکړه او په ۱۵۵ توپونو يې ۸۴ منډې وکړې، ورپسې دروېش رسولي ۶۳، اکرام علي خېل ۵۵، نصار وحدت ۲۵ ، عضمتت الله عمرزي ۲۰، قیس احمد ۱۰، رحمان الله ګرباز ۷، بهیر شاه ۲ منډې او نوین الحق ۱ منډه وکړه.
بايد وويل شي، چې د افغانستان نولس کلنو لوبډلې د نړيوال جام په دغو سياليو کې تر دې مخکې د پاکستان نولس کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.



