ولسي جرګې د راتلونکي مالي کال بوديجه تصويب کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۷) د ملي بوديجي سند څه موده مخکې د ولسي جرګې له خوا په دې موخه رد شوی و، چې په وينا يې په پرمختيايي بوديجه کې د ولايتونو تر منځ توازن ته پاملرنه نه ده شوې، خو نن د دغې جرګې له لوري د ۱۳۹۷مالي کال بوديجه تصويب شوه.

دوه ورځې مخکې د ولسي جرګې غړو د بوديجې په سند کې د ژور بدلون غوښتنه کړې وه او ګواښ يې وکړ که بدلون رانه شي دوی به يې رد کړي، خو د ماليې وزير نن د بوديجې له تصويب مخکې وويل، چې دا بوديجه په نړيوال معيار برابره ده که په وخت تصويب شي نو د نړيوالو مرستو په راجلبولو کې به مرسته وکړي.

د راتلونکي مالي کال ټوله بوديجه ۲۶۶.۱ ميليارده افغانۍ ده، چې پکې ۱۱۰ ميليارده افغانۍ پراختيايي بوديجه ده.

د ورکړل شويو مالوماتو پر بنسټ، د دې بوديجې ۵۲ فيصده له بهرنيو مرستو، پنځه څلوېښت فيصده له داخلي عوايدو او پاتې درې فيصده د ماليې وزارت له لوري برابرېږي.

د ولسي جرګې غړو ويلي و، د تېرې بوديجې ډیری پروژې نه دي پلي شوي، د خلکو ستونزې نه دي حل شوي، بوديجې د حکومت په فرمايش تصويبيږي او که پاتې شوې پروژې په نوې بوديجه کې ځای نه شي نو دوی به يې د تصويب لپاره رايه ورنکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button