افغان سوداګر د تورخم د خلاصولو خو غني يې د عمري تړلو غوښتنه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۷) د افغانستان د متشبثينو عالي بورډ وايي، له تېرو درو ورځو راهيسې په تورخم کې د مڼو بار دېرش لارې ولاړې دي او پاکستان ورته افغانستان ته د تلو اجازه ورکوي.
د دغې بورډ مشر رحم الدين اغا، که چيرې ژر د دغو موټرو د تګ اجازه خلاصه نه شي نو پکې بار ميوې به ټولې خرابې شي.
نوموړي وويل، پاکستان ورنه د دغو مڼو د تصديق پاڼې غواړي، زياتوي چې د مالونو د نه پرېښودو له کبله هره ورځ افغان سوداګرو ته څلور ميليونه افغاني زيان اوړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د ملي يووالي د حکومت مشر اشرف غني نن د سولې اړوند يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل: که پاکستان مو د تورخم دروازې په بندولو ويروي نو د ټول عمر لپاره دې يې وتړي.
د افغانستان پاکستان د وروستي سياسي کړکيچ او تاوتريخوالي د رامنځته کېدو له کبله وخت ناوخت د دواړو هېوادونو تر منځ لارې تړل کېږي، چې سوداګرو ته ميليونونه ډالره زيان اړوي.
د سوداګرۍ او صنايعو خونې د معلوماتو له مخې، پاکستان سره د افغان سوداګرۍ کچه د دواړو هېوادونو د ستونزو او د لارو د ترانزيت له کبله نږدې شپيته سلنه کمه شوې ده.



