دکار او ټولنیزو چارو وزارت له یو کال راهیسې ۳۰ زرو متقاعدینو ته تنخواوې نه دي ورکړلې

دکار او ټولنیزو چارو وزارت له یو کال راهیسې ۳۰ زرو متقاعدینو ته تنخواوې نه دي ورکړلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی۲۹ فرید افغان)

د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وایي چې د مالیې وزارت لخوا ورته د کمې بودیجې ورکړه د دې لامل شوې چې ۳۰ زره تقاعد شوي چارواکي له تنخواګانو محروم پاتې شي.
د دې وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزي رسنیو ته ویلي چې حکومت ورته د وړاندیز شوې اندازې څخه ډیره لږه بودیجه ورکړې وه او په وینا یې چې د بودیجې دنشتون له امله یې د یوه کال راهیسې ۳۰۰۰۰ تقاعد شویو چارواکو ته معاش نه دی ورکړی.
نوموړي بي بي سي ته ویلي؛ چې ‹‹په ۹۶ مالي کال کې موږ ۹،۲ میلیارد افغانیو وړاندوینه کړې وه خو د مالیې وزارت موږ ته ۶،۳ میلیارد افغانۍ راکړې نو د ۲،۸ میلیارډ افغانۍ د بودیجې له کموالي سره مخامخ شولو نو ځکه د یو شمېر تقاعد شويو دولتي کار کوونکو تنخاګانې نه دي ورکول شوي.››

نوموړی زیاتوي چې دمالیي وزارت په غوښتنه یې ټول متقاعدین بایمتریک کړي هم دي خو بیا هم ورته د اړتیا وړ پیسې نه دي ورکړل شوې.
خو د مالیې وزارت ویاند بیا ویلي چې د راتلونکي کال لپاره یې دې وزارت ته د اړتیا وړ کامله بودیجه ځانګړې کړې او له هغوی یې غوښتي چې د شهیدانو او معلولینو د ورثوو لپاره دې بانکي کارتونه هم ورکړي.
په افغانستان تر ۱۴۰ زرو ډیر متقاعدین شته او دا شمیره په کلنۍ توګه لس، لس زره لوړیږي.
د اصولو ترمخه، د دولتي مامورینو د تنخواګانو یوه برخه د هغوی له معاشاتو ګرځول کیږی او کله یې چې دنده قانوني حد ته ورسیده بیا ورته هغه معاش په میاشتني ډول ورکول کیږي .
متقاعدین شکایت لري چې ددولت له خوا ورکړې پیسې کمې دي او د دوی اړتیاوو ته بسنه نه کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button