سوریه: عفرین ته د ترکي ځواکونو له داخلیدو سره سم روسیه خپل ځواکونه له سیمې باسي


(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۹ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د ترکي ځواکونو سلګونه زغروال ټانګونه او زرګونه پوځیان د سوریې په شمال کې د عفرین ښارګوټي ته ننوتل.
په دې سیمه کې د امریکا په ملاتړ د ‹‹پي کې کې›› په نامه سوریې دیموکراتیک کرد ځواکونه فعالیت لري چې ترکیه یې تروریستان بولي او پیل شوي عملیات یې د هغوی د لمنځه وړلو په موخه پیل کړي دي.
عملیات داسې مهال پیل کیږي چې امریکا ویلي؛ په دې سیمه کې به د کردانو ۳۰ زره کسیزه ملیشه ځواک جوړوي ترکیې دا یو ټکان ورکونکی خبر بللی او اردوغان ژمنه کړې چې داځواک به په نطفه کې خنثا کوي.
د اناضول خبري اژانس دخبر تر مخه؛ د ترکیې ځواکونو د پي کې کې وسلوالو پر مرکزونو ۱۰ د توپ بریدونه کړي او په دې سره د دې هیواد ځواکونه په بشپړ ډول د سوریې پولو ته ورداخل شوي دي.
دې ډلې چې اټکل کیږي شمیر یې تر ۱۰ زرو لوړ نه دی ګواښ کړی چې د اردوغان د پوځونو هر ناوړه تیري ته به ځواب ووایي .
فارس خبري اژانس خبر ورکړی چې د سوري ځواکونو له ورتګ سره سم په عفرین کې میشت روسي ځواکونه له سیمې پر وتلو پیل کړی دی تر څو له ترکي سرتیرو سره ښکیل نه شي.



