خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

سرنوشت:

آيا زموږ ستونزه متمركز نظام دى او كه متشتت؟!

شناند:

ستونزه غلام نظام دی او بس

ویسا:

د امريكا تر ټولو اوږده جګړه؛ آيا نور هم دوام وكړي؟!

شناند:

نه، هغه ورځ لرې نده چې امریکا هم د روسانو په څیر په تیښته بریالۍ شي

اصلاح:

کابل ته د امنيت شورا پلاوي سفر؟!

شناند:

یواځې د خپلو غلامانو غلامي د ارزونې لپاره

اراده:

په افغانستان كې سوله ولې نه راځي؟

شناند:

ځکه چې د حق او د باطل مقابله ده

افغانستان:

دغه وحشتونه به تر كومه روان وي؟

شناند:

تر هغې چې محمدي ص نظام نافذ شي

واشنګټن پوسټ:

له طالبانو سره د مسکو اړیکې له مجاهدینو سره د امریکا اړیکو ته ورته دي

شناند:

په دومره توپیر سره چې مجاهدینو له جهاد او اسلام نه انحراف وکړ خو طالبانو نه.

اردوغان:

په سوریه کې جوړېدونکی پوله ساتی ځواک به تر جوړېدلو مخکې له منځه يوسم

شناند:

آزاد مشر او قاطع فیصلې چې د اسلامي نړۍ شمله یې لوړه ساتلې

نیویارک ټایمز:

د امریکا او پاکستان په لانجه کې افغانستان زیان ویني

شناند:

امریکا غواړي په دې غلطو خبرو سره وروڼه اسلامي هیوادونه نور هم سره دښمنان کړي

د ده يک ولسوالۍ اوسېدونكي:

وسله وال طالبان په خلكو په زور سړكونه جوړوي

شناند:

سړکونه عام المنفعه خیریه کارونه دی خلک باید په ډیر شوق سره دې کار ته رامخکې شي چې زور ته اړتیا پیدا نه شی.

ویسا:

شهلا حق د انتخاباتو کمېسیون د دارالانشا‌ء رياست سرپرسته وټاکل شوه

شناند:

په حکومت کې قحط الرجالی راغلې ځکه خبره ښځینه و ته ورسیده.

اراده:

پاكستان؛ له نيابتي تر مخامخ جګړې

شناند:

دا ټولې جګړې د امریکا او انګلیس توطیې دي چې مسلمانان به یې شنډې کړي

ویسا:

د ارګ کلابندي او د افغانستان کړکېچن وضعیت

شناند:

د ارګ غلامي او د افغانستان په غلامۍ کې د ښکیلولو هڅې

ویسا:

په افغانستان كې د هېرويينو سوداګري د امريكا په ماتې دلالت كوي

شناند:

د امریکا ماتې خو بارک اوباما په څرګندو الفاظو لا له پخوا منلې ده

اصلاح:

چې نه دې شو كولاى، نه به دې كول

شناند:

او چې  ودې کړل نو اوس یې ریبه هم

ویسا:

په پاکستان کې ۱۸۰۰ دیني عالمانو ځانمرګي بریدونه حرام بللي

شناند:

او سعودي دیني عالمانو اسرائیلو سره دوستي فرض او فلسطینی مسلمانانو سره خواخوږي حرامه ګڼلې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button