کرکټ: د افغانستان نوولس کلنو لوبډله د “کرايست چرچ ښار” ته ورسېده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغه ۱) د افغانستان نوولس کلنو لوبډله د دغې هېواد له فانګري ښار څخه د سيالۍ لپاره د “کرايست چرچ” ښار ته ورسېده.

ټاکل شوې ده، چې افغان نوولس کلنو لوبډله به د روانې جنورۍ مياشتې په پنځويشتمه نېټه د کوربه هېواد “نيوزيلنډ” نوولس کلنو لوبډلې سره د کوارټرفاينل سيالي وکړي.

په نیوزیلند کې د کرکټ د نوولس کلنو په نړیوال جام لوبو کې افغانستان په D ګروپ له پاکستان، سریلانکا او ایرلنډ سره په یوه ګروپ کې دی.

تر دې مخکې د افغانستان نوولس کلنو لوبډله د روانو سياليو په لړ کې سريلانکا او پاکستان ته په ماتې ورکولو سره کوارټر فاينل ته لار وموندله خو له ايرلنډ لوبډلې يې ماتې وخوړه.

اوس به افغانستان څلورمه لوبه له نيوزيلنډ سره کوي، تمه ده چې دغه لوبه د افغانستان په ګټه تمامه شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button