صلاح الدين رباني او د ولسي جرګې شل غړي بلخ ته تللي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغه ۱) د بهرنيو چارو سرپرست وزير او د ولسي جرګې شل غړي بلخ ولايت ته د دې لپاره تللي، څو د عطانور په ګوښه کېدو او روان جنجنال ته د پای اېښودلو لپاره له هغه سره خبرې اترې وکړي.

د دغې ولايت د ولايتي شورا رئيس افضل حديد رسنيو ته ويلي، په دغې ډله کې د جمعيت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا يو شمير غړي هم شامل دي او پر دنده د عطانور د پاتې کېدو او يا ليرې کېدو په اړه يې بحث پيل کړی دی.

نوموړی وايي، چې دغه هيئت به د افغان حکومت او د بلخ د پخواني والي ترمنځ پر روانه لانجه خبرې وکړي څو وروستۍ نتيجې ته سره ورسېږي.

ويل کېږي، له دغې ناستې وروسته به د جمعيت ګوند د بلخ او عطانور په اړه خپله وروستۍ پريکړه کوي.

تېره ورځ د بلخ ګوښه شوي والي عطانور خپلو پلويانو ته د وينا پر مهال وويل، ترڅو چې ولسمشر غني او اجراييه رييس استعفا نه وي ورکړی دی به هم په خپل ځآی پاتې وي.

د بلخ د ولايت پر سر له راپورته شوې ستونزې وروسته ارګ او جمعيت ګوند اووه ځله مذاکرات کړي، خو نتيجې ته نه دي رسېدلي.

تازه ځينو باوري سرچینو ويلي، چې د ارګ او جمعیت ګوند ترمنځ په وروستۍ ناسته کې ارګ د جمعیت ګوند ځینې غوښتنې منلي دي او ښايي عطانور د بلخ د والي په توګه پاتې شي.

شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې ارګ اعلان وکړ، چې د بلخ د پخواني والي عطامحمد محمد نور اسعفا يې منلې او پر ځای يې انجينير داود ټاکل شوی، خو نور د ارګ په غبرګون کې وويل چې له ده سره شوې هوکړه نه ده عملي شوې او دی چمتو نه دی چې استعفا ورکړي.

بايد وويل شي، چې د کابل لپاره د امريکا سفير جان باس درې ورځې مخکې په کابل کې خبريالانو ته وويل، د بلخ والي دې واک په سوله‎ييز ډول انتقال کړي او په ټولنه کې اضافي تاوتريخوالي ته اړتيا نه‎شته.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button