سوداګرۍ خونه: د تازه ميوې بار اتيا موټر تورخم څخه بېرته جلال اباد ته ستانه شول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغه ۱) د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خانجان الکوزی وايي، د پاکستاني چارواکو د بېلابېلو پلمو له کبله د تازه ميوې بار اتيا موټر له تورخم څخه بيرته جلال اباد ته راستانه شول.

نوموړی وايي، له تېرې يوې اوونۍ راهيسې پاکستان دغو موټرو ته هغه هېواد ته د تګ اجازه نه ورکوله.

د الکوزي په خبره، پاکستان د ميوو د صادراتو په برخه کې يو داسې نوی سستم جوړ کړی چې له مخې يې بايد د ميوو د تيرو پنځو کلونو د توليد کيفيت او روغتيايي ګټې په پام کې نيول شوي وي.

الکوزی وايي، دغې ستونزې افغان سوداګرو ته ميليونونه افغانۍ زيان اړولی او له افغان حکومت څخه يې غوښتنه کړې چې بايد يادې ستونزې ته د حل لار ولټوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څلور ورځې مخکې د افغانستان د متشبيثينو د بورډ مشر حاجي اغا ويلي و، چې په تازه ميوو بار لسګونه موټرو ته هغه هېواد ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي او پاکستاني چارواکي ترې د دغو مڼو تصديق پاڼې غواړي.

تر دې مخې په تورخم کې د سوداګرو د ټولنې مشر هيت الله شينواري ګواښ کړی و ويلي و که دغه ستونزه دوام پيدا کړي دوی به لاريونونه پيل کړي.

په وروستيو کې د پاکستان او افغانستان د سياسي تاوتریخوالي د رامنځته کېدو له کبله په سوداګرۍ هم اثر غورځېدلی دی، چې ورسره د دواړو هېوادونو په سوداګرۍ کې شپېته سلنه کموالی راغلی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button