په انټرکانټیننټال هوټل ۱۴ ساعتیزه خونړۍ جګړه پای ته ورسیده
د رسنیو د راپورونو په اساس په هوټل کې همهاله دوه مهمې غونډې روانې وې
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه۱ فرید افغان) – تفصیلي راپور –
بیګاه شپه شاوخوا ۸:۳۰ بجې د کابل په تر ټولو خوندي ځای انترکانتیننتال هوټل باندې چې پکې په ورځنۍ توګه مهمې غونډې او کنفرانسونه ترسره کیږي بریدونه پیل شول.
د مسؤلینو په وینا بریدګر توانیدلي وو، چې د پخلنځي له لارې د هوټل ټولو پوړونو ته ځان ورسوي او هر پوړ کې سنګر ونیسي.
ځینو امنیتي مسؤلینو رسنیو ته ویلي چې بریدګر د کمانډو ځواکونو په لباس کې له امنیتي کمربندونو تیر شوي او په هوټل کې ځای پرځای شوي دي.
د برید مهال:
د رسنیو د راپورونو په اساس په هوټل کې همهاله دوه مهمې غونډې روانې وې چې یو د مخابراتو د وزارت له لوري د معلوماتي ټکنالوژي کنفرانس روان وو چې د ۳۴ ولایاتو تر ۱۰۰ ډیرو رئیسانو، کارمندانو او بهرنیو چارواکو په کې ګډون درلوده.
او بله هم د افغان او امریکایي چارواکو تر منځ مشورتي غونډه وه .
طالبانو ویلي چې بریدونه یې د تیرې جمعې شپې ته پلان کړي وو، خو هغه مهال په هوټل کې د واده د مراسمو د ترسره کیدو او د ملکي خلکو د ازدحام له امله یې خپلو بریدکونکو ته د عملیاتو اجازه نه ده ورکړې.
زیاتوي چې؛ بیګا شپه په دغه ځای کې د دولتي کسانو اوبهرنیانو ترمنځ غونډه وه، هوټل ته د ملکیانو په ورتګ محدودیت وضع شوی وو، ځکه نو په وینا یې چې پر همدې شپه یې د عملیاتو پلان تطبیق کړ.
د برید په جریان کې د کورنیو چارو وزارت دوه ځله اعلان وکړ چې بریدګر یې له پښو غورځولي خو ځایي رسنیو چې پیښه له نږدې څارله دا ادعا بیرته رد کړه.
برید د شپې پر ۱۲ بجې له قابو څخه ووت او بهرنیان اړ شول تر څو یې د چورلکو په توسط د هوټل پر بام خپل ځواکونه ښکته کړي.
د بې باورۍ فضا:
له سیمې څخه د رویټرز خبریال راپور ورکړ؛ چې د ځانګړو ځواکونو قومندان د برید د پای په شیبو کې خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې د پولیسو امبولانسونه ورپرې نږدي چې خطرناک دي.
د برید تلفات
د کورنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې په برید کې ۵ تنه وژل شوي، چې پکې د فراه ولایت د مخابراتو رئیس او یو تن بهرنی وګړی او د سولې عالي شورا غړی احمد فرزان هم شامل دي
او څو تنه نور ټپیان دي.
خو طلوع نيوز ديو عیني شاهد چې له هوټل څخه په تیښته بریالی شوی و، وویل؛ بریدګرو له ننوتلو سره سم پر دوى غږ وکړ چې بهرنيان دې وروښایي او له افغانانو سره کار نلري.
عیني شاهد وویل؛ کله چې بریدکونکو بهرنيان وليدل نو موږيې خوشي کړو اودوى په بهرنيانو پسې شول.
بل پلو لویدیځو رسنیو بیا د برید حال د هوټل د مشر له قوله داسې شریک کړی دی چې ‹‹ موږ په هوټل کې د بهرنیو اتباعو ۴۲ تنه پيلوټان، اینجینران او کارمندان درلودل چې له هغو څخه ۱۸ تنه لا هم ورک دي، ››
طالبانو چې د برید مسؤلیت منلی ویلي؛ چې برید یې د ۵ تنو سرتیرو بریدکونکو (بلال، ایوبي اوخلیل د کندهار، بشر د فاریاب او عبید د غور ولایت اوسیدونکو) په مټ چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو د خاصو تکتیکونو په کارولو سره ترسره کړی دی .
ذبیح الله مجاهد د برید دڅرنګوالي په هکله ویلي چې؛ سرتیري بریدګر توانیدلي چې د یاد هوټل منځ ته ننوځي، او هلته په میشتو بهرنیو او داخلي چارواکو بریدونه ترسره کړي.
ویاند ویلي چې بریدګرو یې د امریکایي او افغان چارواکو د ګډې غونډې ګډونوال هم تر حملې لاندې راوستي وو.
د نوموړي د معلوماتو ترمخه؛ په دې برید کې ګڼ شمیر، امریکايي چارواکي، داخلي عسکر، پولیس او استخباراتي کارمندان وژل شوي او ټپيان دي.
باید وویل شي چې پر دې هوټل باندې د ۲۰۱۱ کال په جون میاشت کې هم خونړی برید شوی و چې.ګڼو کورنیو او بهرنیو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.
د یاد هوټل د امنیت چارې څه موده وړاندې یوې خصوصي امنیتي کمپنۍ ته سپارل شوې وې.
د ملي یووالي حکومت دواړو مشرانو برید غندلی او اشرف غني د ملګرو ملتونوله امنیت شورا غوښتي چې د وسلوالو ډلو پرضد جدي ګام واخلي.
د امریکا سفیر جان باس هم یاد برید غندلی او دا یې یوه بزدلانه کړنه بللې چې په وینایې دا ډول بریدونه دطالبانو کمزوريپه ډاګه کوي او د مخامخ جنګ کولو وړتیا نه لزي.
خو طالب ویاند بیا دنوموړي داخبره خندونکې بللې او ویلي یې دي چې
‹‹امریکایان لکه چې د فراه دچارواکو فریادونه نه اوري، په هلمند، کندهار، بلخ اوکندز کې دګڼو پوستو په فتحو او درجنونو عسکرو وژل کیدو لکه چې دوی نه دي خبر؟››
باید وویل شي چې طالبانو ګواښ کړی چې په بهرنیانو یې مرګونې حملې پلان کړې او له افغان امنیتي ځواکونو یې غوښتي چې د بهرنیانو له لیکو دې راجلا شي کنه دهغوی په صف کې به یې لهله منځه یوسي.




