تا سره د چا وسله ده؟

سرليکنه

په افغانستان کې چې څومره  جګړې شوې دي، افغانان شهيدان شوي دي، د افغانانو کورونه سوځول شوي يا ويجاړ شوي دي؛ د دې تر شا د بهرنيو نظر او بهرنۍ وسله ده چې د يو شمېر بې ضميره افغانانو ذهنونه د پرديو په نظرونو او وسلو د ولس پر خلاف استعمال شول او لا استعمالېږي.

څو ورځې وړاندې د حکومت لخوا فراه ته نومول شوي والي له بهرنيو رسنيو سره په مرکه کې ويلي چې له طالب وسله والو سره چې کومه نوې وسله ليدل کېږي، دا روسۍ وسله ده چې زموږ پر خلاف پرې جګړه کوي.

که د فراه د والي خبره رښتيا وي، ښه خبره یې کړې ده. خو توپير یې دا دی چې طالبانو  بهرنۍ  وسله د بهرنيانو پر خلاف رااخیستې ده، خو تا بهرنۍ امريکايي وسله د خپل ولس پر خلاف په لاس کې اخیستې ده، ته په بهرنۍ وسله خپل ولس وژنې او طالبان بهرنيان.

په يوه هېواد کې چې خپلې فابريکې ويجاړې وي، ولس به یې د بهرنيو د مقابلې لپاره له بهره وسلې ترلاسه کوي. په دې کې هيڅ تاوان نشته چې د يوه دښمن په وسله بل دښمن یا د دښمن ساتونکی ووژل شي. تاوان دا دی چې د بهرني دښمن په وسله خپل ولس وژل کېږي.

لومړی خو دومره وسلې له طالب وسله والو سره شته چې د خپل ولس دفاع پرې وکړي، کمښت یې نه راځي؛ او اوس خو په هيڅ صورت نه راځي، ځکه د امنيتي ځواکونو مسئولين په رڼا ورځ دولتي وسلې په طالب وسله والو پلوري او په پوستو کې په توره شپه د طالبانو نفوذي پوليس خپل ملګري وژني او سره له وسلو طالبانو ته تسليمېږي.

له طالب وسله والو سره هغه وسلې ليدل کېږي چې د مخه د روسانو پر خلاف له مجاهدينو سره وې. اوس هم همغه وسلې دي. که نوې وسلې له طالبانو سره ليدل کېږي، هغه به يا پرې دولتي امنيتي چارواکو پلورلې وي او يا به ورته امنيتي پوليسو تسليم کړې وي. خو دا بايد روښانه شي، هر حکومتي چارواکي، ولايتي مسئول او دولتي سرتېري ته باید وويل شي چې دا ولس پرې هره ورځ وژنې، ستا سره د چا وسله ده؟

په تېر ٢٠١٧زېږدیز کال کې د بهرنيو او افغان ځواکونو لخوا٢٦٤٠ ملکي وګړي وژل شوي او د دې دوه برابره ژوبل شوي دي. د اندېښـنې خبره دا ده چې په بهرنيو وسلو خپل ولسي بې دفاع وګړي وژل کېږي.

که د فراه ولايت د سقوط اندېښنه وي چې طالبان به یې ونيسي، نور لاملونه یې هم کېداى شي. د فراه ولايتي چارواکي به نور ولايت نه شي ساتلاى، پلمه به کوي چې د طالبانو سره روسي وسله ده، لیرليدي وسايل لري. که بله ورځ فراه سقوط وکړي او امنيتي ځواکونه یې وتښتي، والي به وايي چې ما مرکز ته له طالبانو سره د روسۍ وسلې په لرلو د احتمالي سقوط خبر ورکړی  ؤ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button