
د غزني چارواکو دمیلونونو ډالرو په ارزښت ۲۰ پایې جنراتورونه په بډه وهلي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه۱ فرید افغان)
د غزني د ولایتي شورا یو شمیر غړي وایي چې د دې ولایت ځایي چارواکو ۲۰ پایي جنراتورونه پټ کړی او نامعلوم لوري ته یې وړي دي.
د دې ولایت د ولایتي شورا یوه غړي رسنیو ته ویلي چې دا جنراتورونه په دې ولایت کې میشتو پولنډي ځواکونو ورکړي و، اوو د پي ارټي دفتر په ودانۍ کې ساتل کیدل چې تیره ورځ ورک شوي دي.
نوموړي ویلي چې د هر جنراتور بیه ۲۰۰ زره ډالره وه چې مجموعي ارزښت یې ۴ میلیونو دالرو ته رسیده.
یوسفي وویل چې د دې ولایت د ملي امنیت رئیس یې کله چې په دې اړوند و پوښت، هغه ورته ویلي چې دا کار یې د دفاع د وزیر په امر کړی ترڅو یې هغوی وپلوري.
پر همدې مهال په ولسي جرګه کې د دې ولایت استازی علي اکبر قاسمي وایي چې د جنراتورونو په هکله یې له دفاع وزیر څخه معلومات غوښتي، هغه ورته په ځواب کې له یادې پیښې څخه بې خبري ښوودلې.
د غزني د ولایتي شورا استازي په دې قضیه کې د دې ولایت والي، د ملي امنیت رئیس او یو شمیر نور سیمیز چارواکي ښکیل بولي.
بل پلو د غزني د والي ویاند عارف نوري بیا د دې جنراتورونو له شتون څخه انکار کوي او زیاتوي چې پولنډیانو له غزني څخه د وتلو په مهال خپل ټول تجهیزات تخریب کړل او کوم څه چې ترې پاتې شو، هغه یې د دفاع وزارت په واک کې ورکړل.
د غزني د والي ویاند له وکیلانو غوښتي چې د اتهاماتو په ځای دې محکمې ته اسناد مخته کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې لوړ پوړي حکومتي چارواکي دومره لوی فساد ته ملا تړي تر وړاندې ګڼو وزیرانو، والیانو، د ولسي او مشرانو جرګې استازو او د مختلفو اداراتو کارمندانو په یو نه یو ډول فساد کې ښکیل بلل شوي دي.[contact-form][contact-field label=”Name” type=”name” required=”true” /][contact-field label=”Email” type=”email” required=”true” /][contact-field label=”Website” type=”url” /][contact-field label=”Message” type=”textarea” /][/contact-form]



