خارجیان را میدان ته کړئ؟/ هېواد ریان

هېواد ریان

طالبانو په تېرو ۱۶ کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې غټ او واړه بریدونه کړي؛ خو د کانټینټل هوټل برید یې بې ساری و؛ ځکه دغه برید ۱۶ ساعته دوام وکړ او د څو افغانانو پرته نور ټول په کې بهرنیان ووژل شول.

دغه برید تېره شپه پیل شوی و او نن څه باندې دوه بجې پای ته ورسېده. طالبانو له لومړي سره په دغه برید هېڅ نه ویل او کله چې برید پای ته ورسېده؛ نو د برید مسوولیت یې ومانه او د سرتېرو بریدگرو لنډه پېژندنه او انځورونه یې هم له رسنیو سره شریک کړل.
د پژواک خبري اژانس پر فېسبوک‌پاڼه مې یوه ویډیو ولیده. د پېښې عیني شاهد ورته وايي، چې سرتېرو بریدگرو یوازې بهرنیان په نښه کول او افغانانو ته یې څه نه ویل. شاهد وايي، چې بریدگرو افغانان نه وژل او هغوی یې یو ځای راټول کړي وو او یوازې یې بهرنیان په نښه کول او په ډزو سره یې وژل. دا چې په دغه برید کې ولې افغانان وژل شوي، دا به وروسته روښانه شي.

د دغه برید وروسته منفي او مثبت غبرگونونه هم وو. ځینې د څو افغانانو په وژنه خواشیني وو؛ خو دا چې طالبانو یوازې بهرنیان په نښه کول د دې کار ستاینه یې کوله.
څو ورځې وړاندې امریکايي او ناټو ځواکونو طالبانو ته گواښ کړی و؛ که تسلیم نه شي نو به وژل شي. نننی برید امریکا او افغان دولت ته یو ښکاره پیغام و، چې د طالبانو غوښتنې ونه منئ؛ نو په یو ځای کې هم په امن نه شي پاتې کېدای او له مخې به لرې کېږئ.

امریکا، ناټو او اوسني افغان چارواکي دې طالبانو ته د نورې نړۍ د جنگي ډلو په سترگه نه گوري؛ ځکه طالبان معامله نه کوي او په خپله ۲۱کلنه دوره کې پر ځان تور داغ نه لري. دوی یوازې پر الله جل جلاله عقیده لري او د امریکا له بې پېلوټه، بي ۵۲، کمانډویانو او زرهي موټرو وېره نه لري؛ بلکې په تش لاس او د نړۍ په خالق عقیده لري او د اسلامي نظام د قایمولو او د گران افغانستان د ازادۍ لپاره مبارزه کوي.

که چېرې «الله مه کړه»طالبانو هم د نورو جهادي ډلو غوندې پر روان جهاد معامله وکړه او د امریکا غلامۍ ته یې سرونه ټیټ کړل؛ نو بیا نه پر داسې ځایونو بریدونه کولی شي او نه د جهاد نوم اخیستی شي.

افغان چاراکو ته یو پیغام!

طالبانو په ننگرهار کې د یوه نفوذي کس له لوري د ۱۶امریکایانو له وژلو وروسته وویل، چې طالبان په افغان امنیتي لیکو کې سلگونه نفوذي کسان لري او هره ورځ د داسې بریدونو په انتظار ناست دي، چې د شهید شویو طالبانو غچ له امریکايي عسکرو واخلي.

ننني برید ښکاره کړه، چې طالبان د افغان امنیتي لیکو په لوړو پوړیو کې هم خپل کسان لري او کولی شي، چې داسې امنیتي ځایونو ته هم ننوځي او په ساعتونو ـ ساعتونو جگړه وکړي، چې هېڅ ملکي تلفات هم ونه لري.

تېره شپه طالبانو د بلخ د شولگرې ولسوالۍ د بزبای د اربکیانو په پوسته کې ۱۸ اربکیان د خپل نفوذي ملگري د معلوماتو پر بنسټ ووژل. دغه یو ښکاره پیغام دی، چې طالبان ۱۶کاله مخکې طالبان نه دي؛ بلکې ځان د اوسنۍ نړۍ له حالاتو سره برابروي او د هرې ورځې ستراتېژي په پام کې نیسي.

امریکا او ناټو دې نور خپل عسکر د گران افغانستان له خاورې اوباسي او اوسني د گډ حکومت چارواکي دې هم واوري، چې له امریکا پرته دوی شپږ میاشتې هم مقاومت نه شي کولی. نو په داسې حالاتو کې باید واک طالبانو ته وسپاري؛ ځکه ملت نور له غلو، مفسدینو، جنایتکارانو، زورواکو، غاصیبنو، په اخلاقي فساد ککړو او له نورو نه په تنگ راغلی او د یوه سپېڅلي اسلامي نظام په هیله شپې او ورځې تېروي.

ملت نور طالبان غواړي او پروا یې نه لري، چې دغه ډله په زور راځي او که د حکومت د سقوط وروسته.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button