غور کې د يوې بلې راډيو ودانۍ هم سوځول شوې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغه ۲) د غور ولايت د مرکز فيروزکوه په لومړۍ امنيتي حوزه کې د “صدای عدالت” په نوم د يوې راډيو ودانۍ ته نا معلومه وسله والو اور ورته کړی او سوځولې يې ده.

د غور د امنيې قومندانۍ ویاند اقبال نظامي تاييدوي وايي، د پېښې ځای ته د څېړنو ډله رسېدلې او د نورو جزياتو لپاره به وروسته رسنيو سره معلومات شريک کړي.

د نظامي په وينا، د دغې راډيو ودانۍ د لومړۍ امنيتي حوزې په شل مترۍ کې موقعيت لري په خبره يې دا به مخکې له وخته وي چې ووايو دغه راډيو د طالبانو له لوري سوځول شوې ده.

تر اوسه پورې د صدای عدالت راډيو د سوځولو مسئولت چا په غاړه نه دی اخيستی.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا يوه مياشت مخکې نا پيژاندو کسانو د غور په مرکز فېروز کوه ښار کې د “سرحد” په نوم د سيمه ييزې راډيو ودانۍ ته هم اور ورته کړی و او د يادې راډيو ډیری برخه سوځوېدلې وه، چې لا هم خپرونې نه دي پيل کړي.

په افغانستان کې ډیری سيمه ييزې اف ام راډيو ګانې فعاليت کوي، چې يو شمېر يې غير اخلاقي خپرونې کوي او د بهرنيو له لوري تمويلېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button