
کندوز: په چهاردره کې پیل شوي څو ورځني عملیات پای ته ورسیدل
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ اړوند سیمو کې له تیرې یوې اونۍ راپدې خوا پیل شوي عملیات پای ته رسیدلي.
په کندوز کې د کمانډو ځواکونو ویاند جاوید سلیم رسنیو ته ویلي چې تیره ورځ مازدیګر مهال د امریکايي ځواکونو، د ۰۹ خاصې قطعې او د ملي امنیت په ملتیا ګډ پیل شوي عملیات له ۶ ورځو وروسته پای ته رسیدلي.
نوموړي نه دي ویلي چې په عملیاتو کې یې پرمختګونه هم درلودل کنه، خو په سیمه کې ځایي خبریالان وایي چې ګډو ځواکونو د ولسوالۍ اړوند سیمو کې عملیات کړي او د طالبانو د سختو ځوابي بریدونو له امله د کوم پرمختګ پرته له سیمې تښتیدلي دي.
یاد بریدونه چې د هوا او ځمکې له لارې پیل شوي و، د قریه يتيم، نهرصوفي او خلازیو په سیمو کې یو شمیر ولسي میشت ځایونه بمبار او یا هم د توپونو په ډزو کې زیانمن شول.
تلفات:
د عملیاتو په لومړۍ ورځ افغان ځواکونو د طالبانو له سختو ځوابي حملو سره مخ شول، نو اړ شول تر څو له نړیوالو ځواکونو هوایي او ځمکنۍ مرسته وغواړي.
د ځانګړو ځواکونو د قطعې ویاند جاوید سلیم رسنیو ته ویلي چې په دې بریدونو کې یې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبلې سربیره هغوی ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.
د سیمې خلک تائیدوي چې څو تنه عادي طالب وسلوال په دې نښتو کې وژل شوي خو زیاتوي چې د ګډو ځواکونو عملیاتي قوه ترپایه بریالۍ نه شوه ترڅو د طالبانو له خط څخه راتیرشي او یواځې د ولسوالۍ په نږدې اړوند سیمو کې یې عملیات ترسره او پای ته ورسول.
طالبانو که څه هم د عملیاتو د پای څخه وروسته راپور نه دی رسنیز کړی خو څو ورځې وړاندې یې ویلي و، چې په دې عملیاتو کې یې د ګڼو کمانډو عسکرو په ګډون ۵ تنه امریکایان وژلي اوګڼ نور ټپیان دي.



