افغانستان: له نشه يي توکو سره پر مبارزې ۸۵۰ ميليون ډالره بې نتيجې لګېدلي

راپورتاژ: الماس خدرخېل —— له تېرو شپاړلس کلونو راهيسې په هېواد کې د نشه يي توکو سره د مبارزې خبرې کېږي، خو بيا هم په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي شاوخوا درې میلیونه وګړي له نشه يي توکو متضرر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسي جرګې د نشه يي توکو سره د مبارزې د کمېسيون مشر لالی حميدزی وايي، په نړيواله او داخلي کچه له نشه يي توکو سره د مبارزې اراده نشته.

نوموړي نن په کابل کې “د نشه توکو پر وړاندې ملي بحث” تر عنوان لاندې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل: له تېرو پنځلس کلونو راهيسې په افغانستان کې د نشه يي توکو سره پر مبارزې ۸۵۰ ميليونه ډالره لګېدلې خو هيڅ نتيجه يې نه ده ورکړې.

د کابل- جلال اباد او هرات  ښارونو په ګډون په يو شمير نورو ښارونو کې د معتادينو او په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې زياتيږي.

که څه هم له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د پاليسۍ او ستراتيژۍ مرستيال جاويد احمد قايم وايي، چې د روان ژمي له پيل راهيسې يې يواځې د کابل له ښار څخه نهه سوه معتادين راټول کړي او د درمنلې لپاره يې مرکزونو ته استولي، خو زياتوي چې دغه ستونزه په دې نه حل کېږي ځکه چې نشه يي توکي په ټولنه کې په اسانه پيدا کېږي او نور ځوانان نشو ته مخه کوي.

ځيني معتادین وايي، دوی څو ځلې بستري شوي دي، خو درملنې یې هېڅ نتیجه نه‌ده ورکړې، نو ځکه‌یې بېرته نشو ته مخه کړې ده.

د لالي حميدزي په خبره، له نشه يي توکو سره د مبارزې په قانون کې د روږدو کسانو درملنه جبري شوې خو بهرنيانو د دغې پريکړې پر غبرګون په دغه برخه کې خپلې مرستې بندې کړي دي.

هغه زياته کړه، تر هغې چې د دغې پديدې پر وړاندې د مبارزې لپاه سيمه ييزه، داخلي او په نړیواله کچه همغږي رامنځته نه شي دغه ستونزه نه حل کېږي.

څه موده مخکې د هرات ولايت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې رئيس غلام جيلاني دقيق رسنيو ته ويلي و، چې نيمروز، فراه هرات د مخدره موادو د ټرانزيټ لارې دي، د شمال ولايتونو او مرکزي ولايتونو ډېره برخه مخدره مواد له همدې ولايتونو څخه بهر ته قاچاق کېږي او سرحدي ځواکونه د دې توان نه لري چې د دغې قاچاق کوونکو مخه ونيسي.

تر دې مخکې د هرات د والي وياند او د ولايتي شورا ځينو غړيو هم ويلي وو چې هرات د مخدره موادو د قاچاق پر لاره بدل شوی او ددغې ولايت امنيتي مسئولين يې په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

ويل کېږي، تولید شوي مخدره مواد د لوېدیځو ولایتونو او په تېره بیا د هرات ولایت له لارې ایران او بیا اروپا ته قاچاق کېږي.

د پوځي کارپوهانو په وينا، اروپايي هېوادونو ته د مخدره موادو په ځمکني قاچاق کې هغه مافيايي کړۍ ښکېلې دي، چې په يو شمير مهمو دولتي او امنيتي پوستونو دندې لري.

دوی زياتوي، چې واړه قاچاق کوونکي د ځينو ولايتونو- ولسواليو له امنيې قومندانانو په ملاتړ دغه کاروبار مخته وړي او هغه چې د هوا له لارې قاچاق کوي هغوی سره په دغه چاره کې د ولايتونو، هوايي ډګرونو چارواکي او د بهرنيانو په ګډون يو شمير سترې مافيايي کړۍ مرسته کوي.

له بله پلوه له نشه ‌يي موادو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي وايي: “نشه‎يي مواد د افغان دولت او ملي یووالي د حکومت مشرانو ته په یوه ستره ننګونه بدله شوې” هغې په بامیانو ولایت کې له نشه‎یي موادو سره د مبارزې وزارت د ځینو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې وويل، سره له دې چې په بامیانو کې د کوکنارو کښت صفر شوی، خو لا هم په دې ولایت کې ۵۰ زره په نشو روږدي کسان وجود لري.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو ضد ادارې په کلني راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د تېر کال په مقایسه، په افغانستان کې د تریاکو تولید په بې‌سارې توګه په ۱۰۰ کې ۸۷ او د کوکنارو کر په ۱۰۰ کې ۶۳ سلنه زیات شوی دی.

روغتيايي مسئولین په نشو د روږدو کسانو لامل بې کاري، د خرابو خلکو ملګرتيا، د نشه يي موادو په اسانه پيدا کېدل او کورنۍ ستونزې بولي.

بايد وويل شي، چې په هېواد کې د طالبانو د حکومت د وروستيو کلونو پر مهال په افغانستان کې د نشه يي توکو کرکيله صفر درجې ته راښکته شوې وه چې د حامد کرزي په دوره کې تر ټولو په لوړه کچه د کوکنارو، چرسو او نورو نشه يي موادو کرکيله او قاچاق زيات شو، چې له کبله يې لکونه کسان په نشو روږدي او زرګونه نورو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button