د چیچنیا ولسمشر:د امریکا په مشرۍ اشغالګر هیوادونه دې د افغانستان په وضعیت وشرمیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲ فرید افغان)

د چیچنیا ولسمشر رمضان قدیروف په کابل کې د وروستي برید په تړاو غبرګون ښوودلی او د افغانستان د کړکیچن وضعیت پړه یې پر امریکا غورځولې.
قدیروف ویلي؛ پر افغانستان باندې د امریکایي اشغال له کبله جنګ لا خونړۍ بڼه خپله کړې، میلیونونه کسان ووژل شول او لا هم وژل کیږي خو د جګړو د زیاتوالي اصلي مسؤل لوری( امریکا )په دې اړوند هیڅ توجه نه کوي.
نوموړي ویلي؛ په امریکا کې میشت د بشر حقوقو په نامه ادارې او لویدیځ هیوادونه دې د افغانستان په روان حالت وشرمیږي.

قدیروف زیاته کړه؛ د لسیزو را په دې خوا چې په افغانستان جنګونه او ویرونه روان دي، دا د غربیانو مصنوعي کړنې دي ترڅو اسلامي نړۍ په ګونډو کړي.
د نوموړي په خبره؛ تر هغو چې د امریکا په مشرۍ نړیواله ټولنه په دې هیواد کې اشغالګرانه رول لري تر هغو به یې پر وړاندې مقاومتونه روان وي.

د قدیروف په وینا؛ امریکا د سولې په نامه تبلیغاتي ابزار څخه استفاده کوي او د امریکا په ۱۶ کلن حضور کې د سولې، ترقي او اقتصادي پیاوړتیا هیڅ اثر نه لیدل کیږي.
نوموړي وروسته تر هغه داغبرګون ښوودلی چې تیره ورځ طالبانو د انتر کانټیننیټل پر هوټل ۱۴ ساعتیزه خونړی برید وکړ چې پکې د ۴ افغانانو په ګډون لسګونو بهرني اتباعو ته مرګ ژوبله واوښته.
د رسنیو د راپورونو په استناد؛ بریدګرو یواځې بهرنیان په نښه کول او له افغانانو سره یې کا نه درلود.
آلمانۍ شپیګل مجلې لیکلي چې د بریدګرو هدف امریکایي سفیر جان باس و، چې له برید څخه څو شیبې وړاندې وتلی وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button