
د نا امنيو له کبله د فراه ښار دکانونه تړل شوي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغه ۲) په فراه ولايت کې د وروستيو نا امنیو له کبله د دغې ښار ډیری دکاندارانو لا هم خپل دکانونه تړلي دي.
تېره ورځ د فراه ښار دکاندارانو او يو شمير اوسېدونکو د ولايت مخې ته اعتراضيه غونډه وکړه خپل دکانونه يې وتړل او د ولايتي چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه يې کوله.
د فراه د ولايتي شورا رئيس فريد بختور وايي، خلک د امنيت د ښه والي غوښته کوي او د نا امنيو د زياتېدو په اړه اندېښمن دي.
د ښار يوه هټيوال مومن رسنيو ته ويلي، چې لا هم په دغه ښار کې د ګډوډۍ له کبله ډیری دکانونه تړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، وړمه شپه د طالبانو له لوري په يوه چاودنه کې د دغې ښار د امنيت امر او په يوه بريد کې لس پوليس ووژل شول.
د چارواکو په وينا، طالبانو د ښار کلابندي نوره هم تنګه کړې او هره شپه د ولايت او امنيې قومندانۍ په دوه کيلو مترۍ کې په امنيتي پوستو بريدونه کوي.
طالبانو تېره ورځ ادعا وکړه، چې د مرکز اړوند د يزدي په سيمه کې يې يوه پوسته ونيوله چې پکې درې پوليس ووژل شول، وروسته سيمې ته کومکي قوه ورغلې او د هغوی سره په نښتو کې اووه پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دوی يو تن هم وژل شوی دی.



