
کابل: د ملګرو ملتونو يوه کارکوونکې تښتول شوې
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغه ۲) نن سهار شاوخوا شپږ بجې نا معلومه وسله والو د کابل ښار له خيرخانه مېنې څخه د ملګرو ملتونو يوه ښځينه کارمنده تښتولې او یو کارکوونکی يې په ډزو وژلی دی.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد پېښه تاييدوي وايي، تر اوسه د پېښې به تړاو څوک نه دي نيول شوي خو په وينا يې ښايي دغه مېرمن د هغه د موټرچلوونکي له لوري تښتول شوې وي.
تر اوسه پورې د يادې ښځينه کارمندې د تښتونې په تړاو چا څه نه دي ويلي.
په وروستيو کې د کابل ښار نا امني، تښتونې، غلاوې او وژنې ډېرې شوي چې د خلکو اندېښنې يې زياتې کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د کابل ښار څخه انسان تښتونه کېږي، بلکې تر دې مخکې هم ورته پېښې ډيرې شوي دي.



