په سجده کې استغفار

دکتور کفایت الله وردګ
سجده هغه حالت وي چې بنده الله جل جلاله  ته پکې ډېر نېږدې وي او که په سجده کې بنده له الله جل جلاله  نه د خپلو ګناهونو بښنه وغواړي نو دا دعا به یې قبول ته ډېره نېږدې وي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  سره ددې چېالله جل جلاله  ورته د هرڅه د بښنې اعلان کړی وو خو بیا هم حضرت ابو هریره  رضی الله عنه فرمایی رسول الله  صلی الله علیه وسلم  به په سجده کې ویل : اللهُمَّ اغْفِرْ لِي ذَنْبِي كُلَّهُ دِقَّهُ، وَجِلَّهُ، وَأَوَّلَهُ وَآخِرَهُ وَعَلاَنِيَتَهُ وَسِرَّهُ. صحیح مسلم
ترجمه : اې الله جل جلاله  زما ګناهونه ټول وبښه لوی یې واړه یې ، اول یې آخر یې ، ښکاره یې پټ یې .
حضرت ابو بکر صدیق  رضی الله عنه رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ته وفرمایل ماته داسې دعاء وښیه چې په مانځه کې یې کوم رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمایل داسې وایه : اللَّهُمَّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي ظُلْمًا كَثِيرًا، وَلاَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ أَنْتَ، فَاغْفِرْ لِي مَغْفِرَةً مِنْ عِنْدِكَ، وَارْحَمْنِي إِنَّكَ أَنْتَ الغَفُورُ الرَّحِيمُ. صحیح البخاري
ترجمه : اې الله جل جلاله  ما په ځان باندې ظلم کړی دی ظلم ډېر ، او ګناهونه نه بښي مګر هم ته یې بښې ماته له خپله اړخه بښنه وکوه او پر ما باندې رحم وکوه بېشکه ته بښونکی او مهربان یې .
 
یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي  او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button