
بريد کوونکي له هوټل سره بلد وو- له تالاشۍ پرته داخل شوي دي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغه ۳) په کابل کې د انټرکانټيننټل هوټل له بريد څخه يو شمير روغ وتلي کسان وايي، چې له بريد څو شيبې مخکې د پلټنې وسايل غير فعال شوي و او هر چاته له تالاشۍ پرته هوټل ته د داخلېدو اجازه ورکول کېده.
يو شمير امنيتي سرچينو ويلي، بريدګرو له چاودېدونکو توکو ډک ټونس موټر له امنيتي کمربندونو تېر کړی او وروسته يې عمليات پيل کړي، خو رسنيو ته له امنيتي کيمرو څخه ترلاسه شوي انځورونه ښيي چې بريد کوونکي هوټل ته د ننوتلو پر مهال نه دي پلټل شوي.
پرون ناوخته د کورنيو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې رئيس نجيب امان وویل، چې د هوټل او د کابل- بلخ امنيتي شرکت يو شمير کارکوونکي د پوښتنو لپاره وړل شوي او د امنيتي ارګانونو له لوري ترې څېړنې پيل شوي دي.
تازه د کورنيو چارو وزیر ویس احمد برمک ويلي، له څېړنو داسې ښکاري چې بريدګرو د هوټل په اړه پوره معلومات درلودل، له مخکې ورغلي و، په هوټل کې د شته خلکو په اړه يې هم معلومات ترلاسه کړي و.
نوموړي زياته کړه، په هوټل د بريد په تړاو يې دوه تنه نيولي خو د هغوی د هويت په اړه يې څه نه دي ويلي.
له بريد درې اوونۍ وړاندې د انټرکانټيننټل هوټل امنیتي مسؤلیت د کابل-بلخ په نوم یوه شخصي امنیتي شرکت ته سپارل شوی و.
د دغې امنيتي شرکت رئيس سيد رحيمي په دې اړه له خبرو کولو ډډه کړې.
تېره ورځ د کابل ګارنېزيون قوماندان افضل امان ويلي و، خصوصي شرکت ته د ياد هوټل د سپارلو په برخه کې دوی ته خبر نه و ورکړل شوی، خو د ياد هوټل مسئول محمد جواد رسنيو ته ويلي: د هوټل د امنيت مسئوليت د هوټل د مديره پلاوي په وړانديز او د ملي امنيت شورا په توافق ياد خصوصي شرکت ته سپارل شوی دی.
د هغه په وینا، د اريانا افغان هوايي شرکت، د ماليې او ترانسپورت وزيران، افغان ملي بيمې شرکت او د پښتني بانک رييسان د کانټنينټل هوټل د مديره پلاوي غړي دي.
له بله پلوه د ولسي جرګې د کورني امنيت د کمېسيون مشر ميرداد نجرابي وايي، ټول هغه کسان بايد وپوښتل شي چې له دې مسلې سره تړاو لري، که هغه مشوره ورکونکي وي، هغه کسان وي چې له ياد شرکت سره يې امنیتي تړون لاسليک کړی دی.
د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ په دې بريد کې ۲۲ تنه وژل شوي دي چې څوارلس پکې بهرنيان دي.
تر دې مخکې رويټرز خبري اژانس په کابل کې د يوه امنيتي چارواکي له قوله ويلي و، چې په بريد کې د وژل شويو بهرنيانو شميره له ديرش کسانو هم لوړه ده.
دغه راز سيمه ييزې رسنۍ وايي، دولت ورسره د اوښتو تلفاتو رښتيني معلومات نه شريکوي او په پېښه کې د وژل شويو شميره له رسمي هغو څو چنده زياته ده.
د دغې برید مسئوليت طالبانو منلی دی او په يوه خبرپاڼه کې يې ويلي، برید د دوی د پنځو تنو سرتيرو بريدګرو له لوري ترسره شوی او پکې لسګونه بهرني او داخلي چارواکي وژل شوي دي.



