مسؤلین: بهر ته د افغاني غالیو صادارات ۷۰ سلنه کم شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۳ فرید افغان)

په کابل کې د غالۍ او بدونکو د ټولنې مسؤلین وایي چې د اقتصادي مشکلاتو او دحکومت د بې توجهي له امله یې د ۱۳۹۰ کال راپدیخوا د غالیو صادارات ۷۰ سلنه را لویدلي دي.
په کابل کې د دې ټولنې مشر قربان‌علي جمشیدزاده رسنیو ته ویلي چې له ۱۳۸۱ بیا تر ۱۳۹۰ کال پورې یې د غالیو په تولید کې د پام وړ صادرات درلودل، خو په وینایې چې ۶ کاله کیږي؛ دا صنعت مخ پرځوړ روان دی او هیڅ لاسته راوړنه نلري.
جمشیدزاده وویل؛ خصوصي شرکتونه ۵۸ سلنه غالۍ له پروسس او بسته بندي پرته پرپاکستان هیواد پلوري چې هغوی یې بیا له موقع څخه په استفادې په خپله سوداګریزه ټاپه (نښه) نړیوالو بازارونو ته صادروي.
خو د سوداګرۍ خونه بیا د جمشیدزاده خبره نه مني او زیاتوي چې د غالیو بازار له ۲۰۱۱ کال را پدیخوا په کلنۍ توګه له ۱۵ تر ۳۰ سلنې وده کړې، چې په خبره یې په ۲۰۱۷ کال کې یې ۷ زره متره مربع تولید شوې غالۍ بهر ته صادرې کړې دي چې د تیر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالۍ ښیي.
د سوداګرۍ خونې مسؤلین وایي چې افغاني غالۍ په امریکا او یو شمیر نورو هیوادونو کې ښه بازار لري او زیاتوي چې یواځې ۳۰ سلنه غالۍ د افغانستان په سوداګریزه ټاپه بهر ته صادریږي .
افغانۍ غالۍ د نړۍ په کچه مینوال لري او د هیواد له ارزښتمنو صادراتو شمیرل کیږي خو د حکومتونو د نه پاملرنې له کبله دا صنعت اوس د پخوا په څیر بازار نه لري او د ګاونډیو هیوادونو له آدرسه د نړۍ بازارونو ته وړاندې کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button