ملګري ملتونه: په تېر یو کال کې يې ۵۶ پوځيان وژل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغه ۳) ملګري ملتونه وايي، په تېر ۲۰۱۷م کال کې د نورو کلونو په پرتله تر ټولو زيات ۵۶ پوځيان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو په تازه خپاره کړي راپور کې راغلي، چې د ۱۹۹۴ کال راهيسې دا د وژل شويو عسکرو تر ټولو زياته شميره ده.

راپور زياتوي، له تيرو پنځو کلونو راهيسې د ملګرو ملتونو د ماموريت ۱۳۵ پوځيان او ملکي مامورين وژل شوي دي چې تر دا هم د نورو کلونو په پرتله د پنځو کلونو د مودې د پوځيانو د وژل کېدو تر ټولو لوړه شميره ده.

دوی وايي، چې د ملګرو ملتونو ماموريت پوځيانو ته دغه تلفات په جنوي سوډان، مالي او په مرکزي افريقا کې اوښتي دي.

اوس مهال په جنوبي سوډان، مالي او مرکزي اسيا کې د ملګرو ملتونو ماموريت زرګونه سوله ساتي ځواکونه ميشت دي، چې وخت ناوخت پرې د ځينو وسله والو ډلو له لوري بريدونه او چاودنې کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button