هلمند: ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال مالي او ځاني زيانونه اړولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغه ۳) تېره ورځ د هلمند ولايت امنيتي مسئولينو ادعا وکړه، چې د دغې ولايت په باغران ولسوالۍ کې د طالبانو په دوو بېلابيلو زندانونو يې عمليات کړي او د ملي اردو شاوخوا ۶۹ بنديان يې خوشې کړي دي.

د هلمند د ملي امنيت مطبوعاتي خبرپاڼه کې راغلي، چې د عملياتو پر مهال څوارلس وسله وال وژل شوي، په زياته اندازه وسلې- مهات او دغه راز شپږڅلوېښت تنه مخالفين يې ژوندي نيولي دي.

خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، ګډو ځواکونو د دغې ولايت د باغران ولسوالۍ په عام بازار چاپه وهلې، چې خلکو ته يې درانه مالي زيانونه اړولي دي.

سيمه ييزو اوسېدونکو ويلي، د عملياتو پر مهال ځينې کورونه ويجاړ شوي، د خلکو قيمتي توکي او پيسې د ګډو ځواکونو له لوري غلا شوي، د ولسي خلکو ۳۲ عرادې موټران او موټرسيکلونه سوځولي دي.

خبرباڼه کې راغلي، ګډو ځواکونو درې تنه ملکيان وژلي، ۵۳ عام کليوال يې له ځان سره وړي دي.

ښاغلی احمدي زياتوي: ” دښمن په سیمه کې نیږدې په یو زندان هم حمله کړې چې ګڼ شمیر جنايي اویو شمیر سیاسي بندیان يې هم له ځانه سره وړي دي”.

د احمدي په خبره، طالبانو د عملياتو پر مهال پر ګډو ځواکونو جګړه کړې چې په ترڅ کې يې ګډو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دی وايي، په نښته کې دوه طالبان هم وژل شوي دي.

دغه راز نوموړي په خپله رسمي ټویټر پاڼه ليکلي، چې ګډو ځواکونو د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ په شورکي سيمه کې هم پر يوه جنايي محبس چاپه وهلې او اته جنايي بنديان يې له ځان سره وړي دي.

دا چې د افغانستان نږدې پنځوس سلنه خاوره د طالبانو تر واک لاندې ده، په ځينو ولايتونو کې يې د جنايي بنديانو لپاره ځانګړې بنديخانې جوړې کړي دي.

تر دې مخکې هم، ګډو ځواکونو د طالبانو په يو شمير زندانونو عمليات او بمبارۍ کړي، چې يو شمير جنايي بنديانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او تر ډېره په دغه ډول عملياتو کې ملکيانو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button