
د ټاکنو کمیسیون: راتلونکو ټاکنو ته مو تیاری روان دی
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۳ فرید افغان)
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون استازي وایي چې کارونه یې ښه پر مخ روان دي او هڅه کوي په خپله نیټه ټاکنې ترسره کړي.
د ټاکنو د کمیسیون ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن رسنیو ته وویل؛ چې د ملګرو ملتونو دفتر( یوناما) ورسره هوکړه کړې چې د نوم ثبتونې له ۳۰ میلیون دالرو لګښتونو څخه به ۹۰ سلنه نړیواله ټولنه ورکوي.
نوموړي وویل؛ چې د ولایتي شورا او ولسي جرګې لپاره یې نوم لیکنې کتابونه ترتیب کړي او په لنډ مهال کې به چاپ شي.
صیاد داسې مهال د کمیسیون د کارونو له پرمختګونو خبر ورکوي چې لا هم نوی کمیشنر حفیظ الله هاشمي دې کمیسیون ته نه دی ور معرفي شوی.
ویاند زیاته کړه چې د نوي کمیشنر له معرفي او د کمیشنرانو د شمیر تر پوره کیدو وروسته به د اداري هیئت ټاکنې ترسره شي او رئیس، مرستیالان، منشي او نوی ویاند به وټاکي.
د انتخاباتي کمیسیون د معلوماتو تر مخه په راتلونکو ټاکنو کې تر ۲۰۰ میلیونه دالر زیات ارزښت لري.
خو د ‹‹اکسین›› په نامه د مدني فعالانو یوې ټولنې چې له ټاکنو څخه نظارت کوي ویلي چې تر اوسه لا زیات کارونه پاتې دي او داکمیسیون نه شي کولی ترڅو په خپل وخت ټاګنې نه شي تر سره کولی.
د دې ټولنې مشر جانداد سپین غر ویلي چې حکومت هسې دخلکو به سترګو کې خاورې شیندی، د ثبت نام پروسه د استخدام لړۍ، او اړوند کارونه لږ تر لږه ۱۰ میاشتې وخت غواړي، او ټاکل شوې بودیجه هم کمیسیون ته لا نده ورکړل شوې نو د حکومت له ژمنې سره سم د سرطان په ۱۵ نیټه ټاکنې ناشونې ژمنه ده



