کابل برید، طالبان په امنیتي لیکو کې لوړ پوړي خلک لري؟/ خالد روان

د امریکا دفاع وزارت یو ځل بیا اعلان کړی، چې راتلونکي پسرلي ته د افغانستان جګړې د ګرم ساتلو په موخه ۱۰۰۰ نور اضافي عسکر رالېږي. طالبانو تراوسه د امریکا د دفاع وزارت د تازه څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو په پخوانیو اعلامیو کې بیا بیا ویلي، چې امریکا په افغانستان کې نوره جګړه نه شي ګټلی او باید له افغانستان نه پښې سپکې کړي. طالبانو د روانې اوونۍ په پیل کې په خپله اعلامیه کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د زور سیاست کومه پایله نه لري او امریکا په دې هوايي شعارونو خپله ماتې نه شي پټولی.

دوه اوونۍ وړاندې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو قومندان مینه دار پر امریکايي عسکرو ډزې وکړې، چې ۱۶ امریکايي عسکر یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل. طالبانو د دغه برید مسوولیت ومانه او په خپره کړې اعلامیه کې یې ویلي وو، چې سلګونه نور نفوذي عسکر هم لري او د ورته بریدونو په انتظار ناست دي.

طالبان د امریکا او افغان دولت غوندې تشې اوازې نه خپروي؛ بلکې خپلې کړې خبرې ډېر ژر عملي کوي هم، چې دوه ورځې وړاندې یې په بلخ کې د خپل نفوذي ملګري په وسیله ۱۸ اربکیان ووژل. نفوذي بریدونه اوسني نه دي او نږدې هره اوونۍ د اردو، پولیسو، اربکیانو او نورو امنیتي لیکو کې د طالبانو نفوذي کسان خپل ملګري وژني او بیا د طالبانو لیکو ته ځي.

د تېرې یکشنبې په شپه طالبانو په کابل کې د انټر کانټینټل پر هوټل برید وکړ، چې له ۱۶ ساعته مقاومت وروسته بریدګرو هوټل له بهرنیانو پاک کړ او ټول یې ووژل. له دغه برید وروسته د کور دننه او بهر یو شمېر غبرګونونه هم راوپارېدل او داسې اندېښنې وښودل شوې، چې طالبان په افغان امنیتي ځواکونو کې لوړ پوړي کسان لري او د دوی د معلوماتو او په مرسته یې داسې مهم ځایونو ته ننوځي او په ساعتونو ـ ساعتونو جګړه کوي.

دې کې هېڅ شک نشته، چې د ملي یووالي حکومت له ارګه رانیولې تر عادي مامورینو پورې ټول په فساد کې غرق دي او د همدغه فساد له امله یې ډېری لوړ پوړي کسان له طالبانو سره اړیکې لري او د مهمو غونډو، ځایونو، خلکو او طالبانو ته د مطلوبو اشخاصو معلومات همدغه د حکومت کسان د طالبانو په واک کې ورکوي او طالبان بیا خپل بریدونه پلان کوي.

د انټرکانټینټل هوټل په کابل کې هغه هوټل دی، چې امنیت ته یې ډېر پام کېږي او ډېرې مهمې غونډې هم په همدغه هوټل کې ترسره کېږي. اوس په رسنیو کې مهمه پوښتنه داده چې طالبان څنګه کولی شي داسې مهم ځای ته بغیر له پلټنې ننوځي او ورسره خپلې ټولې وسلې او مهمات هم ننباسي او ۱۶ ساعته جګړه وکړي.

دا چې طالبان هوټل ته څنګه ننوتي دا به طالبان روښانه کړي؛ خو دوی دا پوښتنه هم وکړي چې طالبان څنګه د ښوراب پوځي کمپ ته ننوتل او له ۲۴ ساعتونو یې ډېره جګړه وکړه؟ دوی څنګه د کندهار مرکزي زندان مات کړل او خپل ټول بندیان یې په یوه شپه له زندانه وویستل؟

اوسنی حکومت په فساد کې په ټوله نړۍ کې دویم هېواد دی او له اشرف غني رانیولې تر عادي مامورینو پورې ټول په غلا او فساد کې لاس لري؛ نو دا خبره هم یقیني ده چې طالبان حتماً په امنیتي لیکو کې خپل خلک لري او د دولت پر ځای طالبانو ته کار کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button