امریکا افغانستان ته د تجهیزاتو د لیږد په موخه له پاکستان څخه د ګوادر بندر اجازه غوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۳ فرید افغان)

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې امریکایي چارواکو له پاکستان څخه غوښتي تر څو اجازه ورکړي چې افغانستان ته خپل تجهیزات له ګوادر بندر څخه ولیږدوي.
امریکا ویلي چې ګوادر یې د مالونو د انتقال لپاره اسانه او ارزانه لار ده او له دې مسیره به وکړای شي تر څو خپل مالونه په لنډه موده کې په افغانستان کې خپلو پوځي مراکزو ته ولیږدوي.
پنټاګون په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د ګوادر بندر له کراچۍ څخه ۵۳۳ کیلو متره واټن لري او له هغه ځایه د عمان بحیرې ته ۳۸۰ کیلو متره لاره ده چې د ناټو ځواکونو د وسایلو او تجهیزاتو لپاره حیاتي ارزښت لري.
امریکا داسې مهال دا غوښتنه کوي چې د ګوادر بندر تر ۲۰۴۸ کال پورې د چین په واک کې ده او دا دولت یې د خپل اقتصادي دهلیز په توګه ترې کار اخلي.
باید وویل شي چې پاکستان ۱۹۵۴ کال کې د ګوادر په سیمه کې د یو بندر د پرانیستې تصمیم ونیوه.
او په ۱۹۵۸ کال کې د ګوادر ساحلي سیمه د درۍ میلیون دالرو په ارزښت له عمان څخه وپیرودله .
په ۱۹۹۲ کې بندر ددې جوګه شو ترڅو کښتۍ پکې لیږد رالیږ وکړای شي.
پاکستان په ۲۰۰۲ کال کې د ګوادر بندر د اساسي رغونې پروژه چین ته وسپارله او په ۲۰۰۷ کې یې تر رغولو وروسته د یو تړون له مخې تر ۲۰۴۸ کال پورې د چین په واک کې ورکړ چې د دواړو هیوادونو د هوکړې ترمخه به یواځې ۱۵ سلنه ګټه به یې پاکستان ته ورکوي او نور به د چین وي.
پاکستان تر اوسه د امریکا دې غوښتنې ته مثبت یا منفي ځواب نه دی ورکړی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button