مجاهد: په انټرکانټیننټال هوټل د برید هدف امریکایی سفیر او د بلک واټر مشران و

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۳ فرید افغان)

په کابل کې د بهرنیانو او افغان حکومت د ځانګړو غونډو او مجلسونو پر یواځني خوندي هوټل (انټرکانټیننټال) باندې له ترسره شوي پیچلي برید څخه دوه ورځې تیریږي چې شیبه په شیبه د برید په موخو او څرنګوالي د ښکیلو لوريو وضاحتونه مخته راځي .
د کورنیو چارو وزیر اویس برمک نن ویلی و چې بریدګرو ته د هوټل ټولې لارې معلومې وې او بلد خلک و.

بل پلو په یوه تازه انکشاف کې چې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ترې پرده پورته کړې راغلي؛ چې د برید یواځنی هدف په کابل کې د امریکا سفیر ‹‹جان بس›› وو چې د برید له پیل څخه یواځې څو شیبې وړاندې له سیمې وتلی و.

مجاهد د ‹‹صنا›› خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي؛ چې پر هوټل د شوي پیچلي برید دڅرنګوالي په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي خو زیاته کړې یې ده چې؛ د برید هدف یې امریکایي سفیر و چې په یاد هوټل کې یې د بلک واټر امنیتي کمپنۍ له قراردادي قوماندانانو او جنګیالیو سره ګډه غونډه درلوده.

مجاهد ویلي؛ بریدګرو ته یې تر حملې وړاندې مهمات رسولي و،او بریدګرو یوه مهم هدف ته انتظار کاوو.
مجاهد د برید په ورځ هم ویلي و، چې برید یې د جمعې شپې ته پلان کړی وو، خو د دې لپاره چې د جمعې په شپه په هوټل کې د واده مراسم داير شول، له برید څخه منصرف شول .
مجاهد داسې مهال د خپل هدف په اړه خبر ورکوي چې نن سي شنبه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ومنله چې د کابل د انترکانټینینټل هوټل په حمله کې ګڼ امریکایان هم وژل شوي دي خو شمیره یې نه ده څرګنده کړې.د
صنا خبري اژانس او دویسا ورځپاڼې د راپورونو تر مخه د جرمني شپیګل او د امریکا اتلانتیک مجلو په خپلو ګڼو کې خبر ورکړی، چې امریکایي سفیر له پیښې لږ وړاندې له سیمې وتلی او ښایي د بریدګرو اصلي هدف هم هغه وو.

د بلک واټر شرکت له مشر سره دکابل په انټرکانټیننټل هوټل د امریکایي سفیر ملاقات پوښتنې را ولاړې کړې چې امریکا په رښتیا هم لیواله ده چې د بلک واټر جګړه مارې ډلې ته په افغانستان کې د جګړو قومانده په لاس کې ورکړي او که دا ملاقات د نورو مسئلو پرسر و ؟
د بلک واټر امنیتي کمپنۍ چې تر وړاندې د شکنجو، بې رحمه وژنو او قتل عامونو کې تورنه ده تر وړاندې یې د امریکا ولسمشر ټرمپ ته هم وړاندیز کړی چې په افغانستان کې دجګړو کولو اجازه ورکړي او خپل مصارف به د افغانستان له خوندي زیرمو پوره کوي.
د طالبانو یاد هدفي پیچلي برید مختلف غبرګونونه راپارولي افغان چارواکي او بهرنیان په لویه کچه دې برید غوسه کړي.
د برید هدف یواځې بهرني اتباع و او د عیني شاهدانو له قوله چې بریدګرو یواځې خارجیان لټول چې له همدې امله زیاته مرګ ژوبله هم هغوی ته اوښتې ده.
دې برید رسنۍ هم پر حکومت بدګمانه کړې او په یوه غبرګون کې یې ویلي چې بر کنټیننټل هوټل د تلفاتو له هغې شمیرې څخه چې حکومت یې مني په چندونو ډیر بهرنیان او افغان چارواکي وژل شوي.
وروستۍ شمیرې ښیي چې په برید کې تر ۶۰ ډیر کسان وژل شوي چې لوی اکثریت یې بهرني اتباع و.
د یادونې وړ ده چې د برید درۍ شپې په پوره کیدو دي خو لا هم افغان حکومت خبریالانو ته اجازه نه ورکوي ترڅو دننه ولاړ شي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button