په فراه او فاریاب کې دوه جنایي او یوه امنیتي پیښه رامنځته شوې دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۴ فرید افغان)

د فراه د ولایتي شورا غړې جمیلې امیني رسنیو ته ویلي چې د دې ولایت پولیسو د سپرلۍ موټر یو ډریور په مخامخ ډزو کې وژلی دی.
نوموړې زیاتوي پولیسو نوموړي ته د دریدو امر کړی خو موټروان خپل موټر نه دی درولی چې په نتیجه کې یې نوموړی د پولیسو له غبرګون سره مخ او وژل شوی دی.
پیښه دفراه د فراه رود ولسوالۍ په چکاب سیمه کې رامنځته شوې او ځایي خلک وایي چې عسکرو موټروان دپیسو دنه ورکولو له کبله په ډزو شهید کړی دی.
‏طالبانو دا پیښه یو جنایت بللی دی.

د یو بل خبر تر مخه؛ د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند کریم یورش ادعا کړې چې د دې ولایت په مربوطاتو کې محلي پولیسو (اربکیانو) پر یوې ۱۸ کلنې نجلۍ ډلییز جنسي تیری کړی او له څو ورځو وروسته یې په میمنه ښار کې خوشې کړې ده.
د دې ولایت د ولایتي شورا غړې فریبا توراني دا پیښه نه بښوونکی جنایت بللی او له ځایی ادارو یې د عاملینو دمجازات غوښتنه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ سیګار یو ځل بیا په افغان امنیتي ادارو کې د قتل، اختطاف، جنسي ځورونو او ورته جنایي پیښو له زیاتوالي اندیښنه ښودلې وه.

بل پلو د فراه ولایت چارواکي د پشتکوه ولسوالۍ د امنیت د آمر له وژلو خبر ورکوي.
د دې ولایت د ولایتي شورا غړې شهلا ابوبکر رسنیو ته ویلي چې د پشتکوه ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر د فراه ښار ته پر لاره وو، چې د طالبانو له کمین سره مخ او له خپلو ساتونکو سره یوځای ووژل شو.
د فراه د والي مرستیال محمد یونس رسولي پیښه تائیدوي او زیاتوی چې نوموړی د یوه ناڅاپي کمین ښکار شوی دی.
طالبانو د پیښې مسؤلیت منلی دی.
په دې وروستیو کې د فراه ښار امنیت وضعیت تر بل هروخت زیات خراب شوی دی او چارواکي وایي چې ولایت یې د سقوط شیبې شمیري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button