د یو باحساسه نفوذي عسکر سره مرکه !

بیلګه یې د ننګرهار دهسکې مېنې ده چې دوه ځله امریکایانو د فاتحې پرمراسمو او نورو کروندګرو ،بزګرانو بمبار وکړ

مرکیال :فرمان الله نجرابوال

درنو لوستوونکو !
لکه څنګه چې خبریاست په دې روستیو کې د باحساسه نفوذي عسکرو شمیر مخ پر زیاتیدو دی .د ېرغل په لومړیو کلونو کې د نفوذي عسکر شمیر په نشت حساب ؤ .خو په دې روستیو کې موږ په ګن شمیر رسنیو او ټولنیزو شبکو کې وېنوو ،اور چې فلاني ولایت کې نفوذي،بااحساسه ،غیرتمند افغان عسکر د خپل ټوپک شپېلۍ په یرغلګرو او د دوی په مزودورانو وراړولې چې په پایله کې یا نفوذي عسكر د شهادت لوړ مقام ته ورسیږي یا یې روغ رمټ د طالبانو سیمې ته ځان رسولی وي .

نو ما “نجرابوال”هم د یوتن بااحساسه نفوذی عسکر سره مرکه کړې ده چې ستاسو درنو لوستونکو سره یې شریکوم .

مرکیال:السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته ! محترمه عسکره که په پیل کې ځان را وپیژنې!؟

عسکر:وعلیکم السلام . . .! زمانوم عبدالصمد د حاجي روزي خان ځوی په خټه صافی یم !

مرکیال :هغه څه ؤ چې تاسو یې دېته اړ کړئ چې تاسو د ملي اردو لیکو ته لاړشئ!؟

عسکر :یو له هغو لاملونو چې زه یې د ملي اردو لیکو ته اړ کړی یم هغه په افغانستان کې بیكاري او صغیف اقتصاد ؤ !

مرکیال:کله چې تاسو د اردو لیکو ته تلئ چېرې لاړئ او هلته په اکاډمۍ کې تاسو ته څنګه روزنه دركول کیده!؟

عسکر:لومړی زه کابل ته دکار دپیدا کولو په موخه تلی وم چې دپل خشتې سیمه دجلب جذب لپاره یو موټر ولاړ ؤ ماهم له دوی سره خبره وکړه چې کاروبار نشته غواړم د اردو عسکر شم هغوی راسره ومنله زه یې اکاډمۍ ته بوتلم درې میاشتې موږ درس وویلو !

مرکیال :تاسو ته یواځې داسلحو دکارولو روزنه درکول کیده که نور تبلېغات او نوره هڅونه هم درکول کیده !؟

عسکر: موږ ته د وسلو دکارولو ترڅنګ نوره فکري روزنه هم راکول کیده چې یواځې ۵ساعاته روزانه د فکرې روزنې درس ؤ

مرکیال:تاسو وویل چې موږ ته ۵ساعاته فکري روزنه راکول کیده دا فکرې روزنه کوم ډول روزنې ته وایې!؟

عسکر:فکري روزنې مطلب داچې موږ ته داسې ویل کیدل چې،وطن دمور په څیر حیثېت لرې باید تاسو وطن ساتنه وكړئ په وطن کې ترهګرې ډلې )طالبان(ددې خاورې دوښمنان دي ،دسولې دوښمنان دي، دوی په روغتونونو ،جوماتو کې بمونه الوزوي،طالبان وسلوال دپنجاب غلامان دي لنډه داچې طالبان یې راته دوښمنان راپیژندلي ؤ

مرکیال:ښآآ ! کله چې تاسو ته په آکاډمۍ کې دا ډول پوچ تبلېغات کیدل ستاسو غبرګون څه ؤ او ستا زړه ته داخبر ولویده چې ګواكي طالبان دا ډول دي!؟

عسكر:پوچ تبلیغاتو پرما په لومړیو ډېر آغیز کړی ؤ داتبلیغات مې حقایق بلل چې ګواكي طالبان روغتون،جومات آن تردې چې عام وګړي وژني

مرکیال:عسکرجانه!هغه څه ؤ چې تا دخپل ټوپک شپېلۍ د یرغلګرو او ددوی په مزدورانو واړوله !؟

عسکر:کله چې مې حقایق درک کړل،پدې وپوهیدم چې ترخګر په خپله همدا یرغلګر دي دوی افغانان وژني ښکاره بیلګه یې د ننګرهار دهسکې مېنې ده چې دوه ځله امریکایانو د فاتحې پرمراسمو او نورو کروندګرو ،بزګرانو بمبار وکړ ،همداراز یې په هلمندګرشک کې دملی اردو پریوې غونډې بمبار وکړ چې ددوو قومندانانو په ګډون ۶۰تنه عسکر پکې ووژل شول.کله چې ما ددوی دا کارونه ولیدل پوه شوم چې کیسه بل ډول ده نوما هم د ټوپک شپېلې پر دوې راښکته او څوتنه امریکایان مې ووژل !

مرکیال :د اردو دا شعار چې دوی یې زمزمه کوي یاوطن یاکفن دا څه مطلب!؟

عسکر: ددی شعار مانا ښکاره ده چې موږ وطن ساتو تر هغه پورې چې موږ مړه شوي نه یو خو حقیقت دادی چې موږ دوطن په ساتنه ځان نه قربانوو،موږ دکفر ساتنه کې ځان قربانؤ،د ۱۷زرو افغانۍ د معاش لپاره ځان قربانؤ،موږ وطن ساتنه نه کوو بلکه موږ امریکایان ساتنه کوو دا شعار یو چل دی یو فریب دی هېچ حقیقت نلرې !

مرکیال :دا ورځې د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخېستو ورځې دي افغانان د زمري ٢٨مه دافغانستان د ازادۍ ورځ لمانځي ایا په رښتېا افغانان اوس هم ازاد دي!؟

عسكر:نه نه نه ! افغانان په اوسنې وخت کې آزاد نه دي. د یرغلګرو په شتون کې دآزادۍ ورځ لمانځل د أزادی په مانا نه پوهیدل دي.دولس مشر نه نېولی تر ټیټ رتبه مامور پورې په خپل واک کې نه دي .داسې آزادۍ لمانځنه په ازداۍ رشخند وهل بولم

مرکیال:لکه څنګه چې معلومه ده ژوند د ترخو او خوږو خاطرو دوهم نوم دی ستاسو خاطرې څه دي!؟

عسكر:ترخه خاطره مې داده چې موږ ته یو راپور راغلی وو چې یو کور له طالبانو سره مرسته کوي.موږ او موږ سره امریکایانو دشپې پرهغه كورچاپه واچوله چې کورکې موږ دوه تنه تنکې ځوانان ونیول آمریکایانو هغه یوتن یې د هغوې دکورنۍ پروړاندې په برچو وواهه او شهید یې کړ او هغه بل اوس هم په باګرام کې دی دامهال موږ عسکرو ورته کتل خو دلاسه مو څه نه کیدل
او خوږه خاطره مې هم داده چې ما حقایق درک کړل وپوهیدم او دټوپک شپېلۍ مې د یرغلګرو پرسینه یخه کړه !!

مرکیال:روستۍ پوښتنه هغه داچې ځوان نسل ته اوبیاپه ځانګړې توګه دملې اردو ځوانانو ته څه پېغام لرې!؟

عسکر:ځوان نسل ته مې داپېغام دی چې طالبان ریښتوني او واقعی افغانان دي،ددې خاورې ساتوونکي دي.ددوی پرخلاف ټولې رسنۍ پوچ تبلیغات کوي چې و نه غولیږئ دوکه نشئ !‏
افغان ملي اردو عسکر ته مې داپېغام دی چې زه هم ستاسو په څیر د اردو عسکر وم خو غولیدلی وم تاسو هم غولیدلي او دوكه شوي ياست،تاسو د وطن ساتنه نکوي دکفر او امریکایانو ساتنه کوي،راشئ خپل دټوپکو شپېلۍ مو پر دوی راواړوئ یابه د شهادت لوړ مقام ته ورسیږئ يا به روغ رمټ په خپله مټ د غازي لقب وټومبئ
مرکیال: نړۍ مننه چې زما پوښتنې مو ځواب کړې بیاهم نړۍ مننه !

عسکر:له تاسو هم مننه ،تشکر چې موږ ته مو وخت راکړ !‏‎ ‎

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button