امریکا په تیر کال کې لسګونه افغانان له خپل هیواد څخه ایستلي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۴ فریدافغان)

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزارت مسؤلین وایي چې په تیر ۲۰۱۷ کال کې امریکا ته ورغلي لسګونه افغانان راشړل شوي دي.
د دې وزارت مشاور حفیظ میاخیل له رسنیو سره په خبرو کې څرګنده کړه چې امریکایي چارواکو د تیر کال په اپریل میاشت کې۲۱ تنه افغانان او تر هغو وروسته ۶ نور په ډلییزه توګه له هیواد څخه وایستل.
میاخیل زیاته کړه؛ په راشړل شویو کې یو شمیر د پناه اخیستلو په شرایطو برابر نه و، او ځینې نور یې په یو شمیر جرایمو کې د ښکیلتیا له امله له هیواد څخه ایستل شوي دي.
په ورته وخت کې په امریکا کې د کډوالو دحقوقو یو سازمان چې په دې برخه کې کار کوي ویلي؛ له امریکا څخه د مهاجرو افغانانو د ایستلو لړۍ زور اخیستی او یواځې په تیر ۲۰۱۷ کال کې ۴۸ تنه افغانان له دې هیواد څخه ایستل شوي چې دا شمیره په ۲۰۱۶ کې ۱۴ تنه وه.
ایستل شوي افغانان یو شمیر په جنایي جرمونو کې ښکیل و، ځینې د قانوني اسنادو د نشتون او ځینې نورو بیا په خپله خوښه امریکا پریښې ده.
امریکایي ولسمشر دونالدټرمپ واک ته له رسیدو سره سم د مهاجرینو پر ضد قوانین سخت کړل چې دې ګام ځینې غبرګونونه هم له ځان سره درلودل.
د یادونې وړ ده چې په تیرکال کې د جرمني په ګډون یو شمیر اروپایي هیوادونو هم سلګونه افغانان له خپلو هیوادونو څخه ایستلي دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button