ځینو اروپایي هیوادونو ژمنه کړې چې په لنډوخت کې به فلسطین په رسمیت وپیژني

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۴ فرید افغان)

فلسطیني چارواکي وایي چې؛ له یو شمیر اروپایي هیوادونو سره یې د فلسطین د رسمیت پیژندلو په اړه خبرې کړې چې ځینو ورسره ورسره ژمنه کړې او له یو شمیر نورو سره خبرې روانې دي.
د فلسطین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر تیسیر جرادات له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د اروپایي هیوادونو ځینې یې د فلسطین په رسمیت پیژندلو کې جدي دي او ښایي په لنډ راتلونکي کې ختیځ بیت المقدس د فلسطیني پلازمینې په توګه ومني.
نوموړي زیاته کړه؛ اسلونیا به په راتلونکو څو ورځو کې او بلجیم، لوکزامبورګ، ایرلنډ، او پرتګال به تر ارزونې وروسته داچاره تر سره کړي.
د نوموړي په خبره؛ له فرانسې انګلستان او هسپانیا سره یې هم خبرې پلان کړې چې که یوه هم داچاره ترسره کړه نور به یې هم په پل قدم کیږدي.
نوموړي وویل چې فلسطین به د ‹‹کوسوو›› هیواد په څیر په ټولو لوریو ځان مني چې که اکثریت هیوادونو یې رسمیت ومانه نور به یې هم په لاره ځي.
په همدې حال کې د فرانسې ولسمشر «امانوئل ماکرون»‌ د اسرایلي صدر اعظم بنیامین نتنیاهو سره په یوه ناسته کې څرګنده کړه چې نیت نلري چې د اوسمهال لپاره دې فلسطین په رسمیت ومني.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button