هاشم الکوزی: انجينير داوود نشه يي دی، د بلخ د اداره کولو توان نه لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۵) په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازی او د دې جرګې د دفاعي، داخلي او سیمه ییزو ارګانونو د کمیسیون مشر محمد هاشم الکوزی وايي، که حکومت عطامحمد نور د بلخ ولايت له دندې ليرې کوي، بايد داسې څوک يې پرځای وټاکل شي چې د بلخ د اداره کولو توان ولري.

د ښاغلي الکوزی زياتوي:”انجينير داوود نشه يي دی، هميشه په نشه کې وي، د بلخ  لپاره بايد د عطانور غوندې کس لاړ شي چې وکولی شي دغه ولايت رهبري کړي”.

د هغه په وينا، که انجينير داود بلخ ته د والي په صفت ولاړ شي نو د دغې ولايت وضعيت به ورسره خراب شي.

نوموړي د عطانور او حکومت تر منځ د راپورته شوې ستونزې په اړه وويل: چې حکومت بايد د خبرو له لارې د عطانور سره خپل مشکل حل کړي، ترڅو نور مشکلات پيدا نه شي.

شاوخوا دوه مياشتې کېږي، چې ولسمشرۍ ماڼۍ د بلخ د ګوښه شوي والي پرځای انجينير داوود د ولايت پر دنده ټاکلی، خو تر اوسه نه دی توانېدلی چې د ولسمشر له لوري ورکړل شوې دنده پيل پيل کړي.

عطانور ويلي، چې د ولسمشر پريکړه نه مني او تر هغې به خپله استعفا وانه خلي، ترڅو چې اجرائيه رئيس او ولسمشر خپله استعفا نه وي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د جمعيت مشرتابه غړي او د ولسي جرګې شل غړي دغې ولايت ته ورغلي ترڅو د حل يوه لاره راوباسي خو تر دې دمه نتيجه نه ده ورکړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button