د ننواتو حکومت!/ هېواد ریان

حکومت په ننواتو او زاریو نه کېږي؛ بلکې جدیت، د قانون یو شان عملي کول، زور، محکمه، څارنوالي او د خپلو لاس لاندې مامورینو په پوره څارنه کېږي. دوه کاله وړاندې په ترکیه کې ناکامه کودتاه وشوه. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د خپل پیغام له لارې له خپلو خلکو وغوښتل، چې کودتاه ناکامه کړي. خلک راووتل او د کودتاه چیانو د ټانګونو په مخ کې پرېوتل. په ترکیه کې له دې وړاندې هم کودتاوې شوې وې؛ خو دا لومړی ځل و، چې په ترکیه کې کودتاه ناکامېږي. د ترکیې ډېر ولسمشران پوځ له واکه غورځولي او د خپلې خوښې کس یې د واک پر ګدۍ کېنولی دی. د ترکیې حکومت په کودتاه کې ښکېل کسان په زر کاله بند محکوم کړل او په دې سره یې ټولو ته وښودله، چې دلته به بیا د کودتاه کولو فکر هم نه کېږي.
امریکا ۱۶ کاله مخکې نړۍ ته داسې ښوده، چې څو کاله وروسته به افغانستان د نړۍ یو سولهییز، پر پښو ولاړ اقتصاد لرونکی، د سیمې په کچه یو صادراتي هېواد، د یوې قوي اردو څښتن، د یوه قوي نظام لرونکی او د ګاونډیانو سیال کړي؛ خو په تېرو ۱۶کلونو کې هرڅه سرچپه روان دي. زموږ مرکزي حکومت دومره کمزوری دی، چې نه خپل والي ګوښه کولی شي او نه امنیه قومندان! بلکې دواړه مرکزي حکومت ته ګواښونه کوي او د ټول نظام د چپه کولو وايي.
د ګډ حکومت دواړو چارواکو د بلخ د ګوښه شوي والي عطاء محمد نور او د کندهار د امنیه قومندان جنرال رازق پر وړاندې مرګونې چوپتیا غوره کړې او له خولې سپڼ هم نه باسي. عطاء محمد نور هره ورځ یوې نوې خبره کوي. کله د سرتاسري پاڅون، کله د اوسني نظام د دواړو مشرانو د استعفاء، کله د نارنجي انقلاب، کله د غاښونو د ایستلو او ….. خو د نور پر وړاندې نه غني غبرګون ښيي او نه اجراییه رییس عبدالله عبدالله!
له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې د ارګ او بلخ د ګوښه شوي والي ترمنځ ناندرۍ روانې دي. ارګ د بلخ والي عطاء محمد نور ګوښه کړی؛ خو نور د ولسمشر غني استعفا نه مني او حتی غني ته وايي، چې ستا د ګډ حکومت څلور کلنه موده پای ته رسېدلې او نوې ټاکنې وکړه او له واکه ګوښه شه.
تېره شپه د جمعیت ګوند او ارګ ترمنځ د نهم ځل لپاره هم خبرې شوې او ارګ د جمعیت ګوند له غړیو غوښتي، چې عطاء محمد نور د یوې اوونۍ لپاره د واک له ګدۍ ښکته کړي او پرځای دې انجینر داوود وټاکي. له دې سره به د غني جدیت هم ښکاره شي او وروسته د جمعیت ګوند هره غوښتنه به ارګ ومني؛ ولو که د غني د پزې په پرې کېدو هم د جمعیت ګوند راضي شو.
حکومت او حکومتولي په پوره جدیت کېږي. افغان دولت د امریکا سربېره د نړۍ د ۵۲ هېوادونو نظامي او مالي ملاتړ له ځان سره لري؛ خو کور دننه یو والي او امنیه قومندان نه شي ګوښه کولی او د ګوښه کولو بهیر یې یوه میاشت وخت اخلي. که غني عطاء لرې نه کړای شي؛ نو پر افغان تاریخ به بله توره کرښه کش کړي.



