له بهر څخه راستانه شوي ۷۲ سلنه افغانان یوځل بیا له هیواد څخه په تیښته دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه۴ فرید افغان)
د ناروې هیواد د پناه ورکونکو د شورا یا NRC له خوا په ترسره شوې څیړنه کې راغلي؛ زیاتره افغانان چې هیواد ته ګرځیدلي اوس یوځل بیا په دې هڅه کې دي چې خپل هیواد پریږدي او نورو امنو هیوادونو ته پناه یوسي.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور ترمخه؛ د یاد سازمان څیړنې ښیی چې ۷۲ سلنه افغانان چې خپل هیواد ته ګرځیدلي اوس په دې هڅه کې دي چې خپل هیواد پریږدي او په کوم بهرني هیواد کې پناه واخلي.
د څیړندوی سازمان رئیس جان اګلند یادې ورځپاڼې ته ویلي چې پاکستان، ایران او اروپایي هیوادونه دې له خپلو هیوادونو څخه د افغانانو له ایستلو ډډه وکړي .
څیړنه کې د دې لامل چې ولې افغانان له هیواد څخه تیښته کوی د بمبارونو او نورو امنیتي پیښو زیاتوالی ښودل شوی دی.
د اګلند په خبره؛ د افغانستان د کډوالو وزارت دا ادعاګانې چې ګواکې په افغانستان کې امنیت شته سمې نه دي او دا چاره تبلیغاتي بڼه لري.
ددې سازمان مشر ویلي؛ افغانستان کې سخت جنګ روان دی په ورځنۍ توګه سلګونه افغانان وژل کیږي هغه هیواد ته د کډوالو ورلیږل مناسب نه دي.
دا راپور داسې مهال رسنیز کیږي چې په دې وروستیو کې اروپایي هیوادونو، امریکا او پاکستان پر افغان کډوالو فشار زیات کړی ترڅو خپل هیواد ته ستانه شي.



