د ولسمشر د آس لپاره سلګونه زره افغانۍ کلنۍ بودیجه ځانګړې کېږي

تېر کال د ننګرهار چارواکو د د داعش ډلې د وژل شوي مشر، حافظ سعید خان، آس ولسمشر غني ته په ډالۍ کې ورکړ. ولسمشر هم ورسره څو یادګاري انځورونه واخیستل او وروسته یي د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ته د ساتنې لپاره ورکړ. خو اوس یې یاد ریاست له ساتلو عاجزي ښوولې او د هغه د ساتنې لپاره یې له ولسمشرۍ مانۍ د ۴۸۰ زره افغانيو غوښتنه کړې ده.

د بدني روزنې ریاست عمومي رئیس، حفیظ الله ولي رحیمي، په یوه مکتوب کې، چې ارګ ته یې استولی، ویلي چې د المپیک ملي کمېټه د ځای او اعاشې د نشتوالي له امله له ارګه غواړي چې د آس د ساتنې وسایل ورته برابر کړي.
د بدني روزنې ریاست چارواکو رسنیو ته ویلي، میاشتنۍ تنخواوې یې ډیرې کمې او په ریاست کې دننه یې جنجالونه په پراخېدو دي، د دې ریاست هیڅ چارواکی نه غواړي چې د ولسمشر آس وساتي.

د دې ریاست چارواکي وایي، په دې ریاست کې حیوانات نه بلکه انسانان روزل کېږي، ښه به دا وای چې اس کوم ژوبڼ او یا د کرنې وزارت ته سپارل شوی وای.
ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې ولسمشر د خپل آس د ساتلو په خاطر له ملي بودیجې د دې پیسو د ورکړې ټټر وهلی دی.
که ولسمشر د خپل آس لپاره غوښتل شوې بودیجه ومني نو په ورځنۍ توګه به آس تقریباً ۱۳۰۰ افغانۍ مصرف ولري.
د اساسي قانون له مخې، ولسمشر باید د میاشتي ۴۸۰ زره افغانۍ معاش ولري چې د آس لپاره غوښتل شوی مبلغ د ولسمشر د میاشتني معاش معادل دی.



