آيا ګونګه سوله به ژبغړانده جګړه مهار کړي؟

تبصره

د تېرو څو کالو په پرتله سږ کال، او په تېره بيا په سږني کړنګ ژمي کې، په مرکز او ولاياتو کې جګړې او مرګوني بريدونه دومره زيات او ګړندي شول چې له افغان ولسه یې د سولې د باران سوال هم له ياده وويست. دمخه به چې څو مياشتې باران ونه شو، په يوه خوله به د باران او په سلو خولو به د سولې سوال کېده. اوس جګړې دواړه سوالونه د افغان ولس له ياده وايستل. يواځې او يواځې د مړو، جنازو او ژوبلو راپورونه له رسنيو وروسته د ولس په خوله کښته پورته کېږي.

په افغانستان کې دوه نسله په قبرونو کيندلو، جنازو وړلو او ادا کولو کې راستر شول. د لويانو څه چې د ماشومانو په خولو کې هم خندا ورکه ده. د خوښۍ نوم هم ورک شو. په يوه خوشحالۍ يو بل ته څوک مبارکي ځکه نه ورکوي چې لا یې د يوې جنازې اوږه نه وي دمه شوي چې د نورو جنازو او شهيدانو غږ پرې وشي.

په همداسې فضا کې، امريکايي او افغان چارواکي دعوه کوي چې حکومت په تېر کال کې يو څه لاسته راوړنې هم لري. دا د حکومت او امريکايي پوځونو لاسته راوړنې دي چې د کال په پای کې د افغان بې دفاع ولس د وژنو او ژوبلو کچه لوړه وښوول شي.

 د تيرې شنبې په شپه چې د کابل په انټرکانټيننټل هوټل مرګونی بريد وشو، امريکا یې ډېره غوسه کړه. د هر کال په پای کې چې د بهرنيو پوځونو په هوايي بمباريو کې د زرګونو افغانانو مرګ ژوبله اعلان شي، امريکايي چارواکي پرې غوږ هم نه ګروي؛ خو چې په هوټل کې څلور امريکايان ووژل شول، اوس وايي په افغانستان کې کېدونکي بريدونه له هېواده بهر پلانېږي.

په افغانستان کې افغانان څه چې مارغان او يا يو مېږى هم وژل کېږي موږ پرې بايد خفه شو. نور افغان ولس د وژنو، ژوبلې او ودانيو د ړنګېدلو د زغملو توان نه لري. بهرنيان، په ځانګړې توګه امريکا، چې په افغانستان کې کوم افغانان په يوه او بل نامه ووژل، په نړۍ کې به يوه يرغلګر هم نه وي وژلي.

بدبختي دا ده چې ګونګۍ سوله ډېره سړه ده، په کال کې يوه يوه خبره نيمه وکړي، هغه هم افغانان او نړيوال د تایيد او رد تر منځ په دوه لارې کې ودروي؛ خو ژبغړانده جګړه د اور په څېر ګړندي قدمونه اخلي چې ورځ په ورځ یې د افغان ولس ژوند تريخ کړی دی. افغان حکومت او سپينه ماڼۍ په پوره سپين سترګۍ سره وايي چې د سولې دویم اړخ (طالبان) خپلواکه نه دي، که دوی خپل هېواد ته را ستانه شي، واک به یې خپل او له اورينې جګړې به تر واورې ساړه سفرونه ګړندي او باوري شي.

افغانان سوله غواړي، خو د پرديو تر واک، نظر لاندې سوله نه، په خپل هېواد کې د افغانانو تر منځ سوله غواړي چې له هر ډول پردي فشاره په خپلواک نظر سره وشي. خو امريکا په افغانستان کې پخپل لاس جوړ کړي حکومت ته نه د سولې واک ورکوي او نه یې بين الافغاني غونډې ته پرېږدي، ځکه خو سوله ګونګۍ پاتې ده.

که افغان حکومت د امريکا له سيوري پرته په خپل واک، يوې غونډې ته خپلواک او خپلژبى نماينده ولېږي، د هغې غونډې لومړی ناسته به په افغانستان کې سولې ته لاره هواره کړي. سپينه ماڼۍ خو افغانستان ته د طالب مشرانو د لېږلو غوښتنه کوي، اما پخپله امريکايي پوځونه، مشاورين، قرارداديان او په وزارتونو کې د مشاورينو په نامه ناست حکومت چلوونکي له افغانستانه نه باسي څو افغان حکومت خپلواک او خپل نظر د سولې غونډه کې وړاندې کړي.

امريکا په لوی لاس غواړي چې سوله دې ګونګه، سفرونه دې ساړه، لړغونډې کاليزې وي، خو جګړه دې په اوريزو قدمونه ژبغړانده وي، افغانان دې پکې وژل کېږي، د افغان کلتور دې پردی کېږي؛ هيڅکله دا ګونګه سوله ژبغړانده جګړه نه شي مهارولاى.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button