دکومو حیواناتو خوراک جائز دی او دکومو نا جائز؟

رالیږونکی : صبغت الله تائب

دهر حیوان جلا جلا بیان اوحکم ګرانه خبره ده خو موږ به په دې لیکنه کې داسې قواعد درته بیان کړو چې هغه قواعد احادیثو ثابت کړي وي نو ته به په اسانی سره دهر حیون حکم ترې معلومولی شې باذن الله. البته بعضې داسې حیوانات دي چې دراتلونکو قواعدو لاندې داخل نه دي خو په احادیثو سره دهغوی حکم ذکر شوی دی چې موږ به یې حتی الوسع ان شاءالله درته واضح کړو
اوله قاعده: عن ابن عباس قال نهی رسول الله صلی الله علیه وسلم عن کل ذی ناب من السباع وکل ذی مخلب من الطیر (رواه مسلم) . ترجمه: دعبدالله ابن عباس رض نه روایت دی چې نبي علیه السلام منع فرمایلي ده دخوړلو دهر هغه حیوان نه چې داړې، غاښونه ولري او داړل او څیرې کول کوي یعنې دارنده وي او دهغه حیوان نه چې پنجې ولري او درنده وي. هغه حیوان چې غاښونه لري لکه زمرۍ، پړانګ، لیوه، ګیدړ،سپۍ. هغه حیوان چې پنجې لري او داړل کوي لکه باز، ټاپوس،بوښکۍ او داسې نور.
دوهمه قاعده: هغه حیوان چې اکثر خوراک یې قاذورات یعنې ګندګي وي . دلیل پرې صریح حدیث دی عن ابن عمر قال نهی رسول الله صلی الله علیه وسلم عن اکل الجلالة والبانها (رواه الترمذي) ترجمه نبی علیه السلام دهغه حیوان دخوراک نه او دهغه دشیدو نه منع فرمایلي ده چې خوراک یې ګندګي وي لکه کارغه او داسې نور
دریمه قاعده چې دهوام الارض یعنې دځمکې دحشراتو ځینې وي لکه مار، لړم،سمساره، دلیل پرې دا قول دالله تعالی دی اعوذ بالله من الشیطن الرجیم ویحرم علیکم الخبائث. ترجمه . او رسول الله صلی الله علیه وسلم په تاسو خبیث شیان حراموي او حشرات الارض اخبث الخبائث دي ددغو قواعدو په رڼا کې تاسو کولای شی دهرحیوان حکم رامعلوم کړی
او هغه حیوانات چې ددې قواعدو لاندې نه راځي نبي علیه السلام دهغوی ځان ته حکم ذکر کړی دی لکه آس اګر که ددې په خوراک کې دعلماو اختلاف شته. کچر، او کورني خره. عن خالد بن الولید ان رسول الله صلی الله علیه وسلم نهی عن اکل لحوم الخیل والبغال والحمیر ( رواه ابوداود والنسائي) ترجمه خالد بن الولید دنبی علیه السلام نه روایت نقل کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دآس، کچر او اهلي خره دغوښو دخوراک نه منع کړي ده
او دکوم حیوان دخوړلو نه چې شرعې سکوت کړی دی دهغه خورک جائز دی لکه ابن عباس رض فرمایي
دجاهلیت د زمانې خلک و چې څه شیان به یې خوړل او څه شیان به نه خوړل نو الله تعالی خپل پیغمبر راولیږلو اوخپل کتاب یې را نازل کړونو حلال یې حلال کړل حرام یې کړل نو کوم شیان یې چې حلال کړل هغه حلال دي او کوم یې چې حرام کړل هغه حرام دي او دکوم شي نه چې الله تعالی سکوت کړی دی هغه عفو یعنې حلال دي او دا آیت یې تلاوت کړو قل لا اجد فیما اوحی الی محرما علی طاعم یطعمه الا ان یکون میتة( الاية) ترجمه: ورته اووایه اې پېغمبره دکوم شي چې ماته وحي کیږي په هغه کې زه داسې شی نه وینم چې په خوړونکي دې حرام وي مګر میتة یعنې مرداره ( رواه ابوداود) او غالبا مسلم شریف کې یو حدیث ذکر دی الحلال ما احل الله والحرام ما حرم الله (الحدیث) ترجمه: حلال هغه دي چې الله تعالی حلا کړي دي او.حرام هغه دي چې الله تعالی حرام کړي دي. والله اعلم وعلمه اتم واحکم

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button