سرچينه: د عطانور او ارګ لانجې د حل لپاره امريکايي پلاوی راځي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۸) له تېرو نږدې دوه مياشتو راهيسې د بلخ ولايت پر سر د عطامحمد نور او د ولسمشرۍ ماڼۍ تر منځ لانجې روانې دي او د هرې ورځې په تېرېدلو سره دغه ستونزه لا پسې پيچلې کېږي.

خو تازه يوې سرچينې د يک تلويزيون او ځينو رسنيو ته ويلي، چې د دغې لانجې د حل په موخه يو امريکايي پلاوی افغانستان ته راځي.

تر اوسه د دغې پلاوي په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويل شوي.

خو تر دې مخکې سپينې ماڼۍ په يوې اعلاميه کې د امريکايي ولسمشر ټرمپ له قوله ليکلي و: چې “ددې مسلې په حل کې تاوتریخوالي ته ځای نشته”. او په اعلاميه کې غوښتنه شوې وه چې ژر تر ژره دې د ولايت د واک پر سر راپورته شوې شخړه ختمه شي.

له هغې وړاندې هم د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پنس او په کابل کې د امریکا سفير د واک په سوله ييز ډول پر لېږدولو ټينګار کړی و.

خو د بلخ ګوښه شوی والي وايي، تر هغې به خپلې دندې ته دوام ورکړي او هيچاته به د بلخ ولايت پرينږدي ترڅو چې د جمعيت ګوند غوښتنې نه وي منل شوي.

نږدې دوه مياشتې مخکې د ارګ له لوري عطامحمد نور د بلخ ولايت څخه ګوښه او پر ځای يې نوی والي انجينير داود وټاکل شو.

تر دې دمه انجينير داود نه دی توانېدلی چې بلخ ولايت ته د والي په توګه رسمي سفر وکړي او خپله دنده اشغال کړي.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، چې د بلخ د ګوښه شوي والي لاسليک نه چلېږي خو وړمه ورځ د بلخ مرستيال والي ظاهر وحدت وويل چې لا هم په دغې ولايت کې د عطامحمد نور پر لاسليک عريضې او اسناد خلاصوي او خلکو ته يې ورکوي.

په دې وروستيو کې د جمعيت ګوند مشرتابه پلاوي او ځينو غړو د بلخ ولايت له سفر وروسته ترکيې ته سفر کړی او د وروستيو حالاتو په اړه يې د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم سره کتلي چې اوس په هغه هېواد کې د جلا وطنۍ ژوند کوي.

په بلخ او ترکيه کې د جمعيت ګوند د پلويانو د وروستيو ناستو او د هغوی د غوښتنو په اړه تر اوسه جزيات نه دي ورکړل شوي.

خو عطامحمد نور ګواښونه کړي، که غوښتنې يې ونه منل شي نو دی به د حکومت پرضد له هيڅ ډول کړنو هم دريغ ونه کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button