د اباسين ماشوم درې تنه قاتلين اعدام شول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۸) د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ د اباسين ماشوم هغه درې تنه قاتلين اعدام شول، چې نوموړی ماشوم يې لومړی د پيسو لپاره تښتولی او وروسته يې وژلی و.

د اريانا نيوز د راپور له مخې د اباسين تښتوونکي نن سهار په پلچرخي زندان کې اعدام شوي دي.

د يادو درې تنو محمد عارف ولد عبدالله، شاهين ولد اختر ګل او دادان لونګ ولد زمري په اړه ويل کېږي چې د درې ګونو عدلي محکمو له لوري مجرم پېژندل شوي او د ولسمشر په فرمان اعدام شوي دي.

د زندانونو د نشراتو وياند عبادالله کريمي ځينې رسنيو ته د دغو کسانو اعدام کول تاييد کړي په وينا يې دغه قاتلین د پلچرخي زندان په ګارنيزيون کې اعدام شوي دي.

اباسين ماشوم چې ويل کېږي ديارلس کاله عمر يې درلود، يو کال مخکې د تښتوونکو له لوري د کارت نو په سيمه کې د پيسو لپاره وتښتول شو او وروسته ووژل شو.

تر دې مخکې په کابل، جلال اباد او يو شمير نورو ولايتونو کې د نوموړي ماشوم د قاتلينو د اعدام غوښتنه کړې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button